ټيکه ايزې او ټپه ايزې
جلال امرخېل

د ټپه ايزو لوستونکي په دې وروستيو کې زيات شول ، ښايي همدا لامل به يې وي چې ليکوالان يې هم ډېر شول ، ډېرو ورونو او خويندو د خپل تخيل زورازمايي وکړه ، ما هم يوه ناکامه هڅه وکړه ، يو څو ماتې ګوډې ټپه ايزې مې وليکلې ، غوښتل مې نورې هم وليکم خو يا به مې فکر او خيال د نورو ټپه ايزو د ليکلو وړتيا نه لرله او يا به يې د دې اجازه نه راکوله .
تر ډېر کشمکش او فکر وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې د ټپه ايزو ليکل کوم ستونزمن کار نه دی ، هر څوک ،نوی او بې نوښته شاعر هم کولی شي چې ټپه ايزې وليکي خو په دې شرط چې د ټپې انتخاب يې په زړه پورې وي .
ځکه چې د ټپه ايزو ټول سور او تال په ټپې پورې اړه لري ، د ټپه ايزو لومړي درې بيته تر ډېره ګونګي ، بې خياله او بې مفهومه وي ، هو ښايست او کشش به لري خو دا ښايست او کشش يې هم تر ډېره د ټپې له امله وي .
که ټپه په ټپه ايزه کې راوړل شي او که همداسې د ټپې په شکل وويل شي په ښکلا او مفهوم کې يې کوم کمی او زياتی نه ليدل کيږي ؛ نو بيا له ټپې نه پس د ټپه ايزې څه ګټه ؟؟
ولې خپل فکر او خيال په يوه بله لاره نه ازمايو تر څو کوم نوښت او نوي والي ته او يا هم ژوروالي ته ورسېږو .
ټپه ايزه هم لکه په يوه لنډه يا اوږده کيسه کې د يوې جملې د اوږدولو معادل ده چې ډېری کيسه ليکوال په کيسو کې له دې ستونزې خالي نه دي .
ځنې خلک بيا داسې نظر لري چې ټپه ايزې د ټپو د خونديتوب يوه ښه لاره ده خو زما په فکر چې ټپه ايزې به د ټپو د خونديتوب په بهانه له ګټې نه تاوان ډېر ولري ، که له يوې خوا وکتل شي اولسي خلک ډېرې ټپې په يادو زده لري او زده کوي يې ځکه چې لنډې دي ؛ نو څه فکر کوئ چې هغوی به ټپه ايزې هم همدومره په اسانه ذهنونو ته وسپارلی شي لکه ټپې ؟ نه ، ځکه چې اوږدې دي .
که خبره د کتاب ، انټرنېټ او ليک شوه نو دا يې بل تاوان ، ځکه که يو څوک وغواړي چې د کتاب بڼه ورکړي ؛ نو که په يوه کتاب کې زر ټپې ځايولی شو نو مجبوره يوچې دوه سوه پنځوس ټپه ايزې په کې ځای کړو. په داسې حال کې چې ټپه ايزې هېڅکله له ټپو نه غوره او ښې نه دي ، بلکې په خپله د ټپې يو کش شوی او غځېدلی شکل دی .
که د کمپيوټر او انټرنېټ نړۍ ته راشو هم بايد ووايم چې که يو څوک په لسو دکيکو کې پنځه ټپه ايزې ټايپ کولی شي ؛ نو په همدې لسو دکيکو کې بيا پنځه ويشت ټپې ټايپ کولی او په ليکه کولی هم شي . اوس نو د ټپو د خونديتوب په بهانه ټپه ايزې ولې ؟ ولې نه غواړو چې په خپله ټپې په خپل شکل خوندي کړو ، په داسې حال کې چې د ټپو د خونديتوب لپاره نورې ډېرې ګټورې لارې چارې هم شته ، چې ورسره کولی شو يوې ټپې ته نور جذابيت او کشش هم وروبخښو لکه له يوه وړ او ښايسته انځور سره د هغه د مناسبې ټپې ليکل . (( البته په انټرنېټي مطبوعاتو کې به اسانه هم وي )) .
زما په اند د ټپه ايزو يو ستر زيان به دا هم وي چې ځوان شاعران به په شعر کې له پرمختګ او نوښت نه لرې ولري حتا ډېر شاعران به د شعر ليکلو وړتيا له لاسه ورکړي ، هغه ځوانان چې ښايي د وخت په تېرېدو يې شعري فکر او خيال قوت پيدا کړي ، په ځای د دې چې د شعر په نورو ژانرونو کې خپل فکر وازمايي او د نوښت تر بريده ځان ورسوي ،خدای مه کړه په ټپه ايزو کې به راښکېل وي او د شعر له روان کاروان نه به ډېر وروسته پاتې وي .
نن مې د ښاغلي نذير احمد نذير په سوما وېبلاګ کې د ښاغلي مطيع الله تابع ( ټکيزې ، د لنډيو انکشافي بڼه ) تر سرليک لاندې د هغه ورور ليکنې ته ورته يادښت او بيا د نوې بڼې ټيکيزې ولوستې ، خدای شته ډېر خوند مې ورنه واخيسته او د دې بلې بڼې له ټپه ايزو نه راته يو څه ګټورې هم ښکاره شوې ، د تابع ورور دعوه تر يوه بريده سمه هم ده ؛ ځکه چې که د ټپه ايزې هر بيت يې د ټپه ايزې له لومړي بيت سره ولوستل شي نو په خپله يوه بله ټپه ورنه جوړيږي .
دا هم د تابع صيب د ټکيزې يوه بېلګه .

خداى دې زما کړه غونډې منډې
د بادار ځمکه به کرم تا به ساتمه

په ځان به شپه ورځ يو کوم تا به ساتمه

لنډۍ کچر به چلوم تا به ساتمه

په سر به غټې پنډې وړم تا به ساتمه

د ټکيزو دا نوی انکشافي ډول له هغو نورو نه ګټور ځکه دی چې په دې کې بېرته ټپې ته کار کيږي ، ټپې ډېريږي ، نوې کيږي او ښايسته کيږي ؛ له تابع صيب نه يوه نړۍ مننه کوم خو يوه يادونه دلته ضروري ګڼم هغه دا چې د ټکيزو دا کوم نوی انکشافي شکل چې تابع صيب وړاندې کړی دی دا په پښتو ادب کې له پخوا نه شتون لري ، که خدای مې غاړه نه بندوي او د حافظې قوت مې نه وي بايللی نو دوه کاله مخکې يوه شپه دروند استاد نثار صيب په کابل کې د هغه په خپله کوټه کې چې زه له پېښور نه مېلمه ورغلی وم په دې اړه راسره بحث کړی و ، او لږ لږ مې فکر ته راځي چې په دې اړه يې د کوم کتاب د ليکلو خبره هم کوله چې هغه وخت ښاغلي استاد ( ترکيبي لنډۍ ) نومولې ، خدايزده چې هغه د دې کار سره جوړ و او که وران ؟؟
بله خبره دا چې نوموړی کار له دې پخوا ځکه شوی چې د ځنو سندرغاړو او په تېره بيا د جادوګر غږ څښتن هنرمند او هنر پوه هارون باچا په ټپو کې له دې سبک سره ډېر مخ کېدلی شو .
د بېلګې په ډول :

وړوکی نه يې چې شرمېږې
که ته شرمېږې لاس به زه درواچومه
او
وړوکی نه يې چې شرمېږې
په جار نعرې کړه چې مئېن درباندې يمه
يا
اول به کله کله غم و
اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه
او
اول به کله کله غم و
اوس مې کتاب شو مشغولا په کې کومه
يا
حسن دې ورځ په ورځ زياتيږي
زکات يې باسه ګناه کار به شې مئېنه
او
حسن دې ورځ په ورځ زياتيږي
لکه چې سيند د پشکال زياتی کوينه

او که و يې ليکم نو همداسې په سلګونو ترکيبي ټپې چې ښاغلی تابع صيب يې اوس ټکيزې نوموي راته يادې دي .
او همدا ډول د ښاغلي تابع صيب په ليکل شوو ټپو کې هم وار له مخه دا کار شوی دی . د بېلګې په ډول

مسلماني په چا کې نشته
به لندو لښتو مې وهي ما ژړوينه

دلاس بنګړي مې خرڅوي ما ژړوينه

د زړګي کور مې ورانوي ما ژړوينه

جانان له ما جدا کوي ما ژړوينه

چې د پورتنيو ټپو يوه بله مشهوره ټپه ، نه پوهېږم اصلي بڼه به يې وي او که ترکيبي ، په دې ډول ده :

مسلماني په چا کې نشته
مرور ګرځم څوک مې نه پخلا کوينه

دا هم د نوموړي ورور بله ټکيزه چې وار له مخه مې په بل ډول اورېدلې :

خداى دې زما کړه غونډې منډې
د بادار ځمکه به کرم تا به ساتمه

په ځان به شپه ورځ يوه کوم تا به ساتمه

لنډۍ کچر به چلوم تا به ساتمه

په سر به غټې پنډې وړم تا به ساتمه

چې په غالب ګمان اصلي بڼه به يې هماغه وي چې ښاغلي هارون باچا په (ګلبڼ) پروګرام کې ويلې :

خداى دې زما کړه غونډې منډې
چې ګردې مټې دې د سر لاندې کومه

د ښاغلي تابع صيب بله ټيکيزه


نن مې جانان ليدلى نه دى
لکه د بنګو پياله غرقه ناسته يمه
چې زړا راشي د ورور غم بانه کومه
لکه باښه لوړې ژورې لټومه
په ديواله څپياکې ګډې وډې ږدمه

چې اصلي بڼه يې په دې ډول ده :

نن مې جانان ليدلى نه دى
د دروازې په زنځير ځان مشغولومه .

او يا هم يوه بله ډېره مشهوره ټپه ،

ماته په لپه اوبه راکړه
زه تږی نه يمه ستا نيت معلومومه
چې په پستو لاسو دې خوله ولږومه .

يادونه : زما د ليکنې موخه هېڅکله هم د ښاغلي تابع صيب او يا د نورو ټپه ايزو ليکونکو د زړونو ماتول نه دي ؛نو ځکه له ادب پوهانو او تکړه استادانو نه هيله کوم چې د دې نوي صنف او صنفونو په ګټو او زيانونو دې يو څه وليکې تر څو مونږ غوندې کشران او د ادب مينه والو ته لاره روښانه شي .