(ميوند) ته

نصرت الهام

تـــه هــــم راغــللې، د غـــــم دنيــا تــه راغلې
له ســـــلګـــيو ســـره ســـم دنـــيا تــه راغـلې

بــــل پــــرهــر بــه پـه زړګي راته راجوړ کړې
او کــه نه، لکه مـــلهم دنـــيــا تـــه راغــلــې

يو څـــــه صــبر يـــوڅـــه زغـــم درسـره راوړه
د ويـــرونــــــو د مـــاتـــم دنـــيا تـــه راغـــلې

تـــۀ کــۀ ښـــۀ يــې او کۀ بد يې نو بس تۀ يې
تۀ کــــۀ کـــوږ يـــې او کــۀ سم دنيا ته راغلې

څوک د تور او څوک د سپين د ليکې خلک
د عـــرب او د عــــجم دنــــيا تــــه راغـــــلــــې

دا د ظــلــم او د جـــبـــر دنـــــيـــــــــا هـــــــم ده
د پـــــېرزو او د کــــــرم دنـــــيـــا تــــه راغلې


کــه (مـيوند) يــــې نو په توره به ژوندى يې
د غيرت او د پرتـــــــم دنـــــــــيا تـــــه راغــلې

٢١-٢-٢٠٠٩