بابا
سپين ږيري بابا خپلې سترګې ورپولې، هغه  په نړېدلې پسخه ناست و،  ددې خبر په اورېدو يو ناڅاپه وښورېد، په ژور فکر کې ولاړ ، خپلې څنګلې يې په زنګنو کېښودې اوپه امسايې زور راوړ، اخوادېخوايې وکتل سترګې يې سره کلکې وروستې له پرانستوسره يې دوه  سپينې اوښکې د ږيرې په ګڼو ويښتو کې ورکې شوې.
تندى يې په خپلې امساکېښوده دزړه په زوريې خبرې پېل کړې، په داسې انداز، چې تا به ويل هرڅه يې له لاسه ورکړي او اوس يې په تورو ايرو ژاړي...، هغه به هره خبره دومره په سختۍ له خولې رايسته، لکه د جګړې ټپي، چې د زړه وروستۍ خبره په ماتو ماتو لفظونو مکملوي.
هغه د زړه په زور لګيا و او ويل يې:
څومره ښکلې وه ، هغه به کله هم  زماله زړه نه  و نه  وځي .دانشم زغملى چې هغه دې نه وي؛ خو خداى خبر، چې اوس به چېرته وي او څومره دوړې به يې پر سپين مخ پرتې وي.
څومره خوږې شپې وې هغه، چې له ډېرې مينې به مې سينې ته رانېږدې کړه او د خپل ژوند ټولې ستړياوې به مې پرې لرې شوې، هغه به مې، چې په خواکې وه زړه به مې پرې ډاډه و او اوس، چې نشته زړه مې پسې خوږېږي او په ياد يې ژړا راځي.
کله  کله خوبه يې په مينه کې دومره لېونى شوم، چې خپلې شونډې به مې پرې کېښودې اويوه کلکه مچکه به مې ترې واخېسته، هغه په ماډېره ګرانه وه، نه هغه زه  کله هم هېرولاى نه شم . تل به مې سترګو، سترګوته کېږي .
هغه تکه سپينه وه؛ خو کله کله به يې په سپين مخ سرو ليکو ډېره مزه کوله، لمر او سپوږمۍ هم وړانګې شيندي، مګر د هغې د مخ وړانګې ډېرې زړه راښکونکې وې.
هغه اخر هم پردۍ شوه، خدايزده، چې اوس به د چا په لاسونو کې لوبېږي. ګمان نه کوم، چې پر مخ پراته ګردونه به ترې چا پو کړي وي، هغې به له ګرده ډېره کرکه لرله؛ خو اوس د داسې بې رحمو په لاسونو کې ولوېده، چې توبه...!!
 بابا له اوښکو ډکې سترګې  اسمان ته ونېولې او له ځانه سره لګيا شو:
خدايه !  هغه بېرته زماکړې، هغه، چې نه وي زه په نشت حساب يم، ځکه دا نړۍ د ځناورو ځنګل ته ورته ده او زه پکې د هغې نه غير نيمګړى يم.
د بابا ناڅاپه ځانته پام شو اسمان ته نېولې سترګې يې ترورې شوې اوخپل مخاطب ته ځير شو .
پګړۍ يې په سرکې وخوځوله په شمله يې ګوتې ووهلې ، سترګې يې دخپل مخاطب په سترګوکې خښې کړې او داسې پکې ورک شو، چې تا به ويل په سترګو کې ور دننه شو، له ډېرې حيرانۍ نه يې په مخ کې بې شماره کرښې جوړې وې او په هره کرښه کې داسې سختې پوښتنې وې، چې د ځوابولو توان يې چا نه لاره.
هغه په همدې کرښو کې له خپل مخاطب نه د ژوند تر ټولو لويه ګيله کوله، د هغه راوتلو او ولاړو سترګو له خپل بچې نه نورې هم ډېرې ګيلې لرلې؛ خو دا ګيله ترې بېخي دباندې راوته، چې:
ګوره بچيه ...!!  دازما دنيکه توره وه،  چې ماته له خپل پلار نه په ميراث پاتې وه تاغليم ته پرېښوده او راوتښتېدې...!؟

نصرت الهام