غزل

ګناه منمه بې قصوره دومره هم نه يمه
بس دی پخلا به شم خونپوره دومره هم نه يمه

خلک دې وايي ، په زېړي درپسې نه يم اخته
بې غوره ! نه مرمه رنځوره دومره هم نه يمه

دا خو مې هسې پرون تا ته لږ ازار درکوه
له کورنۍ نه خو مجبوره دومره هم نه يمه

کوچنی ريبار دې چې رټمه په دې مه تېروځه
که مخ ته راغلې نو باتوره دومره هم نه يمه

غم د پښتو دی چې سلام دې اخيستلی نه شم
جانه په خپل حسن مغروره دومره هم نه يمه

ځه مړه ځه هره خبره خو دې هم نه منم
ځه مړه ځه زه دې مزدوره دومره هم نه يمه

زړه خو نه يم چې غزل کې نصيحت شروع کړم
ځوانه ځواني ده بې سروره دومره هم نه يمه

نبيله غزل ، پېښور
05/08/2009