غزل

ته دې قاتل نظر ته ووايه چې نه مې وژني
يا خو يې وپوښته چې ولې او په څه مې وژني

د تورو جنګ ته خو په شوق ځمه په مينه ځمه
د شوق او مينې جنګ کې ستا کاږه کاته مې وژني

چې به دې غيږې ته در ورسم که نه جانانه
له رقيبانو لاره ډکه په هر پله مې وژني

زما وارث به څوک زما د مرګ په تور ونيسي
د چا په سر چې خپل وارث وژنم هغه مې وژني

زر زر تيريږي "عندليبه" ټول خواږه وختونه
د زمانې توره په لاس هره لمحه مې وژني

محمد اسماعيل عندليب