تراخۀ رښتيا
ژباړه : نورعلي تسل
په خپلو کارونو کې د بوختو خلکو نظرونه د ښځې چېغو ته واوښتل، د ډېرو په ژبه دا جملې راغلې چې (( دا د کېږدۍ گونگۍ ده!!!؟؟ دا خبرې هم کولى شي!!؟؟ پوښتنه وه خو د ځواب وخت يې نه و، ځکه په کيږدۍ کې څوک مړ شوى و. چېغو نه وروسته ښځه بېرته کيږدۍ ته لاړه د کلي څو سړي او ښځې هم ور پسې ورغلل.
دا يو وړوکى کلى و، مسلمانان پکې اوسېدل، پنځوس، شپېته کورونه ول، کورونه واړه خو ډېره سيمه يې نيولې وه، په ترتيب د جوړ شويو کورونو کوڅې هم پراخې وې، يو جومات او يو وړوکى بازار ( چې د ژوندانه د اړينو څيزونو رفع کولو لپاره گټور و ) د کلي په منځ کې ښکارېدل، ډېرو وگړو په پټيو او ځمکو کې کار کاوۀ، چې د کلي شا و خوا پراته و، ځکه خو سهار وختي د ورځې شروع کېده او خلک په خپلو دندو بوختېدل.
څو مياشتې مخکې ځينو خلکو د کلي نه په لږ واټن کې کيږدۍ ووهله، شا و خوا يې ترې اغزي تاو کړل، يوازې د تگ راتگ لپاره يې لږه لار پرېښې وه، دې خلکو يو اوښ درلود، دا کورنۍ ټول درې تنه و، يو سړى، يوه ځوانه ښځه او يو دوه کلن ماشوم، سړى گهيځ مهال له اوښ سره له کوره واته، ښځه او ماشوم کور کې پاتې کېدل، د سړي په راتگ سره به ښځې څه پاخه کړل او د کار ختمېدلو سره به د کيږدۍ پرده راکښل شوه، همدا د دوى د ورځې معمول و، نه له دوى نه کليوالو ته څه ستونزه وه او نه کليوالو په دوى کوم کار درلود، په لومړيو کې د کلي ښځو کېږدۍ ته تگ را تگ پيل کړ، خو هغې له چا سره خبرې هم نه کولې، ښځو گومان کاوه چې گوندې گونگۍ ده نو ځکه خو نور نه ورتلل.
خلکو مړى په يو کټ کې واچو جومات خوا ته يې يوړ، په جومات کې يې د غسل او کفن تيارى ورته کړى و، څو تنه مړستون ( هديرې ) ته لاړل چې د مړي لپاره قبر وباسي، دا کلى ډېر منظم و، منظم خلک، هر چا ته خپله دنده معلومه وه چې څه وکړي، په کيږدۍ کې ښځې ټولې شوې وې، خو د حيرانۍ ځاى دا و چې ښځه بيا گونگۍ شوې وه، نه د هغې په سترگو کې اوښکې او نه د ژړا کوم بل حالت، بس ښايسته، ښکلې او لکه په هنر تراشل شوى بوت د خلکو مخې ته ولاړه وه، د جنازې د لمونځ نه مخکې يې مړى کيږدۍ ته راوړ، تر څو يې ښځه د اخير ځل لپاره وگوري، ښځو په ژړا پيل وکړ او دا ښځه بيا هم همداسې د يوې مجسمې په شکل ولاړه وه، خلکو مړى د ښخولو لپاره مړستون ( هديرې ) ته روان کړ.
د مړي ښخولو نه وروسته ملا او د کلي ځينې نور سپين ږيري کېږدۍ ته راغلل، ښځه د خپل ځوى سره په کيږدۍکې وه، ځينې نورې ښځې هم تر اوسه ناستې وې، ملا صيب ور غږ کړ :
(( اى بي بي! موږ تا ته د الله او دهغه د نبي واسطه در کوو رښتيا به راته وايې!!، موږ په خپلو سترگو وليدل، يو قبر کښ د قبر کيندلو نه وروسته بهر راووت ، هلته په قبر کې ماران پراته و، موږ دا بند کړ، دويم قبر مو ووېست، دې کې د هغه قبر نه هم ډېر ماران پراته و، موږ دا قبر بند کړ، دريم مو ووېست، خو دا قبر ټول د مارانو نه ډک شو، موږ ژر مړى قبر ته ډيکه کړ او خاورې مو پرې واړولې، داسې وېرونکى منظر کليوالو تر اوسه نه دى ليدلى، اوس موږ ته د دې سړي په اړه ووايه چې څوک و؟؟، څنگه و؟؟، ځکه چې موږ ظاهراً په دې کې هېڅ بد نه و ليدلي، تا ته د الله او د هغه د رسول واسطه ده، موږ ته ووايه! او ....
ښځې خپل ماشوم ښکل کړ او په ډډ غږ يې وويل: (( دا سړى لومړى زما پلار و او اوس زما د زوى پلار دى.))