غزل

بـــــس کــــمه، کـــمه زنــــدګـــي تـــــېـروم
پـــــه دمــــه ، دمـــــه زنــــدګـــــي تــــېـروم

د چا پــه ســـترګـــو مــې زړګــى مــين دى
د چـــــاپــــــه تــــــمــه زنـــــدګـــي تـــېـــروم
دلـــته کــاږه خــلــک، کــاږه فـــکـــرونـــــه
ځــم چــــرتــه ســـمــه زنـــــدګـــــي تـــېــروم
څومره بې رنګه ورځـــې شـــپې تـــېرېــږي
څـــومـــــره بـــې غـــمه زنـدګــــي تـــېــــروم
پرې مې ږده جنګه چې په ژوند پوى شمه
پـــرې مـــې ږده بـــمــه زنـــدګـــي تــــېـــروم

الـــهــام پـــه دې عــرب، عـــرب کــلي کــې
خـــپلـــه عـــجـــمــــه زنـــــدګــــــي تــــېـــروم

نصرت الله  الهام