خداى دې وکړي چې اخترمو په خوښۍ او خوشحالۍ تېر شوى وي هره شپه موبرات او هره ورځ مو اختر شه . روغ صحت او خوشحاله ژوند ولرئ .
د يوې لويې وقفې نه وروسته درته بيا هر کلى وايو او د جلال امرخېل يو ښکلى نظم درته ډالۍ کوو . تنده
مورې ! بس نوره شاعري نه کوم
مورې له دې نه پس به شعر نه ليکم
له دې نه پس به خپل درسونه وايم
سهار اته بجې مکتب ته ځمه
د شپې تر لسو کتابونه وايم
لالا مې ښه وايي ، پوهېږي هغه
هغه د ژوند سړې تودې ليدلي
هغه يې مخې ته وېښتان سپين کړي
ما خو دا اوس اوس ائېنې ليدلي
لالا مې ښه وايي ، نور درس وايمه
نور د رياضياتو معادلې زده کوم
خلکو تر ستورو پورې لارې وکړې
زه د احمد بابا کيسې زده کوم
ما د خپل ځان لپاره هېڅ ونه کړل
مدام د نورو خلکو غم ژاړم
چېغې وهم چې مساوات غواړم
د هېوادوالو په ماتم ژاړم
کله له ګل سره خبرې کوم
کله اسمان پورې زينه جوړوم
کله د يار سترګې کتاب ګڼمه
کله ترې جام او ميکده جوړوم
د چا د سترګو او د شونډو صفت
او د چا زنې ته مڼه وايمه
مخ ته تشبه د سپين سحر ورکوم
زلفو ته تکه توره شپه وايمه
د چا قامت لکه چنار ګڼمه
د چا خندا ته زلزله وايمه
په اسوېلو نوم د لمبو ، ږدمه
دوه څاڅکو اوښکو ته چينه وايمه
نور د وجود او روح رشتې نه چېړم
ژبه د ګونګو ائېنو ، څه کوم
نه راته نوم ، نه راته ژوند راکوي
د تخيل په ښاپېرو څه کوم
شعر کې مې هسې هم څه نوي نه شته
ټولې زړې دي او تکرار خبرې
څه د مجنون څه د منصور افسانې
څه د صحرا او څه د دار خبرې
مورې ! دا هر څه بلا ډېر ياد شوي
نو زه يې بيا بيا يادوم څه له ؟
په دې اپلتو او چټياتو باندې
ماغزه د خلکو دردوم څه له ؟
نور نو د خيال ځنګل کې نه اوسېږم
له دې تيارو څخه رڼا ته راځم
نوره په خوب کې زندګي نه کوم
نور فزيکونو او کيميا ته راځم
دا د نيوټن له قوانينو نه پس
مورجانې ! ټوله هندسه زده کوم
مثلثاتو کې هم زړه لګوم
د فيثاغورث هره قضيه زده کوم
مورې ! بس نوره شاعري نه کوم
لالا مې ښه وايي ، پوهېږي هغه
زه خو يې ورور يمه ، ما ښه غواړي
زما په بدو خفه کيږي هغه
جلال امرخېل