دوه ماشومان
 
جبران خليل
ژباړه : محمد اسماعيل عندليب --- اسلام اباد پوهنتون

يو شهزاده د خپلې ماڼۍ د کړکۍ څخه هغې لويې ډلې ته چې د همدې موقع لپاره رابلل شوې وه را ښکاره شو او په وينا يې پيل و کړ:
( زه تاسې او دې ټول نېکمرغه هېواد ته د يو نوي شهزاده د زېږېدو مبارکي ورکوم هغه به زما د درندې کورنۍ نوم د ځان سره لري او په هغه به تاسې ټول وياړۍ  . هغه به د ددې لويې او نوميالۍ کورنۍ د نوم لرونکى وي ، ددې سلطنت روښانه راتلونکى د هغه پورې تړلى دى ، سندرې ووايئ او خوښ و اوسئ ).
د راټولوشويو خلکو د خوښۍ او مننې څخه ډک زوږ د خوشحالۍ د سندرو سره د اسمان په کنارو کې انګازې وکړې ، د یو نوي مستبد او ظالم راتګ ته يې ښه راغلاست وايه کوم به چې د غلامۍ او ظلم جغ ددوى په څټونو د تريخ واک او اختيار سره ږدي، ددوى د بدنونو نه به ګټه پورته کوي او روحونه به يې ور وژني ، د همدې سرنوشت او د نوي خپلسري واکمن د راتګ په خاطر ولس سندرې ويلې او په وجد اولېوالتيا ېې د شرابو پېالې په سر اړولې .
يو بل ماشوم په همدې بادشاهۍ کې په همدې وخت کې د ژوند کاله ته ننووت او په همدې مهال اولس د سندرو په ويلو سره د راتلونکې لپاره د يو زورور او خپل سري ټولواک لمانځنه کوله او د خپلو ځانونو سپکاوى يې کاوه او په همدې مهال د اسمان ملايکو د ولس په کمزورتيا او غلامۍ اوښکې تويولې ، په همدې مهال يوې ناروغه مېرمنې فکر کاوه . هغه په يوه لرې بېديا کې په خپله شخه بستره په زيږو وروڼيو کې تاو شوي له خپل نوي  زيږيدلي ماشوم سره پرته او د لوږې څپو د مرګ ګرداب ته روانه کړې وه، هغه يوه خسيسه او بې وزله ځوانه ښځه وه چې ټولنې هېره کړې وه مېړه يې د مرګ په هغه لومه کې  پرېواته کومه چې د  شهزاده ظلم ايښې وه، نن شپه هغې ته الله يو ملګرى راو لېږه چې هغه به د ژوند د بېړۍ د چلولو لپاره د کار کولو څخه ساتي . کله چې خلک تيت او پرک شول او پر سيمه چوپتيا خوره شوه ښځې خپل ماشوم په غېږ کې و نيو د هغه مخ ته زير شوه او اوښکې يې روانې شوې لکه چې هغه په اوښکو لمبوي په وږي او کمزوري اواز يې خپل ماشوم ته په وينا پيل وکړ:
( ولې دې د روحونو دنيا پرېښوده راغلې چې ما سره د ځمکې د ژوند ترخې شريکې کړې ؟ ولې د پرښتو له څنګه را جدا شوې پراخ اسمان دې پريښود او د انسانانو بې وزلې ځمکې ته چې د هر رنګ صله رحمۍ نه خالي ده راغلې  ؟ ما سره له اوښکونه پرته تاته د درکولو لپاره هيڅ هم نه شته ايا ته به د شيدو نه غير په اوښکو موړ شې ؟ زما سره د ورېښمو جامې نشته چې تا ته يې د رواغوندم آيا ته به زما په لړزېدونکې غېږه کې تود شې ؟ خزنده هم  په صحرا کې څريږې او روغ خپلو سوريو ته را ګرځي ، مرغان دانې خوري او د ونو په څانګو کې په ارام اوده کيږي ، مګر ګرانه ته د یوې غريبې او بې وزلې مور نه سيوا هڅ نه لرې ) .
بيا يې ماشوم خپلې وچې سينې ته واچاوه دواړه لاسونه يې ورڅخه داسې چاپېر کړل لکه چې غواړي د مخکې په څېر ددوه بدنونو نه يو جوړ کړي  خپلې سترګې يې په ورو ورو د اسمان خوا ته واړولې او چغه یې کړه ( خدايه ! زما په بدمرغه هېوادوالو رحم وکه ) .
پر دې مهال د سپوږمۍ د مخ نه ورېځ لرې شوه او  وړانګې يې د هغه بې چاره کور د دروازې له چاودونو نه تېرې شوې او په دوه مړو جسدونو پرېوتې.
پای
25/08/2008