عبدالنافع همت، کابل an_himmat@yahoo.com
کره کتنه، که کږه کتنه؟ طنز
د شاهکار ادبي بهير اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ لمريز کال د وږې دمياشتي پر اوومه نېټه په شاهکار تالار کي جوړه سوه . د غونډي مېلمه پروفيسر سيد مصطفی اکبري، مشر يې مولانا محمد علي نقشبندي او د دريځ چاري د ښاغلي نجيب کوشان پر غاړه وې . غونډه د قاري عبدالله مزمل له خوا د عظيم الشان قرآن د څو ايتونو په تلاوت پيل سوه. لومړی د بريالي هنريار له خوا د تېري غونډي ګزارش ولوستل سو او بيا ښاغلي عبدالرافع غيرت خپل غزل کره کتني ته وړاندي کړ چي مطلع يې په دې ډول ول :
هر ګناه چي په توبه په استغفار ځي
له هغه ګناه به څه په زړه کي ډار ځي
استاد ګل حبيب فدايي وويل چي موږ بايد بهير ته يو داسي اثر وړاندي کړو چي پر هغه علمي بحث وسي او ځوان شاعران يو څه ځنې زده کړي. زما نظر دادی چي کله يو څوک بهير ته يو اثر راوړي، نو بايد اول يې دلته يو څو تنه مشران تائيد کړي چي ايا دا اثر په دې ارزي چې سړی دي وخت پر ضايع کړي؟ ما چي په اصطلاح دا غزل واورېد نو دا هسي يو ساده شی دی، نه يې فورم معلوم دی او نه هنريت پکښې دی. خو کمال الدين نعيمي يې خبره رد کړه او ويې ويل چي فورم يې ښکاره خبره ده چي نظم دی. ډاکټر جبار کړاو وويل چي، ګناه ښځينه کلمه ده، نو بايد وويل شي چي، يوه ګناه چې په توبه په استغفار ځي . بل داچي د استغفار کلمه درې او د ډار کلمه يو سېلاب ده چي دلته قافيه ضعيفه ښکاري . استاد عطا وويل چي هره ګناه په استغفار نه ځي، مثلاً يو سړی به قتل وکړي نو ايا په توبه ددې ګناه له عذابه خلاصېدای سي؟ خو جمال سلطانزی يې په خوله کي ور ولوېد او ويې ويل چې په توبه سړی له هرې ګناه پاکېدای سي . ملادوران وويل چي له لومړي بيت څخه د سيکولريزم بوی راولاړېږي .
د غزل لومړی بيت په دې ډول و :
ساقي راشه سره شراب راکړه سرې شونډې
تر چشمانو دي ځارېږم چې بهار ځي
معلم اکبر زړه ور وويل چي د دې بيت لومړۍ مصرع بايد داسي جوړه سي : ساقي راشه سره شراب دشونډو راکړه. حاجي اسماعيل وويل چي ساقي، شراب او شونډي ډېر کليشه يي او سولېدلي کلمات دي، بايد نور په شعر کې رانه وړل سي، خو ملا دوران يې خبره ونيوله او ويې ويل چي دا خو ټول د جنت نعمتونه دي چي خدای موږ ته په دې دنيا کي راکړي دي او د جنت نعمتونه هيڅکله نه کليشه يي کېږي او نه سړی په نه مړېږي،که رښتيا ووايم نو زما خو همدا اوس لاخولې اوبه ورته وکړې.
ډاکټر سليم همدرد ددې بيت د دوهمې مصرع په باب وويل چي که د چشمانو پر ځای سترګي او د بهار پر ځای ځواني راشي ښه به وي، ځکه چي شراب او شونډي د کال په هر فصل کي ښه خوند کوي او که د بهار پر ځای عمر راسي مانا به يې داوي چې ساقي ژر سره شراب او سرې شونډي راوړه چي عمر مې تېرېږي.
دغزل دويم بيت په دې ډول و :
د خپل زړه خبرې واړه ويراني کا
يار هغه چې همېشه په زړه د يار ځي
استاد لعل محمد وويل چي ددې بيت لومړۍ او دوهمه مصرع تر خپل منځ هيڅ تړاو نه سره لري. استاد کمال الدين نعيمي بيا د څلورم بيت په باب وويل چي ددې بيت منطق ضعيفه دي، ځکه کېدای سي چي د يار خبري هم د ويرانۍ سبب سي، زه خو خپله د يار له لاسه تباه تباه يم، کله راته وايي چې کريډيټ کارډ راواستوه او کله بيا وايي چې زه له وروره ډارېږم، اوس دي نه سم ليدلای، په اخرت کې به له خيره سره ګورو، خو که د شاعر هدف داوي چې نجلۍ دي همېشه د يار په خوله وکړي بيا نو هغه د چا خبره ده د زوی زېری دی . خو ډاکټر سليم همدرد بيا د کمال الدين نعيمي خبره رد کړه او ويې ويل چې د شعر پيغام بايد د هلکانو او نجونو دواړو لپاره وي، موږ بايد د جنډر موضوع هم له پامه و نه غورځوو.
دغزل دريم بيت په دې ډول و :
جهان ځای د خوښۍ نه دی دناورين دی
چې توتا له ګلستانه په چغار ځي
معلم اکبر وويل چې دا خبره سمه نه ده چي دنيا د خوښۍ ځای نه دی، دا زموږ انډيوال څلور ودونه کړي دي او دوه کورونه او يوه سراچه موټر لري ، تردې لا بله خوښي وي؟ حاجي اسمعيل وويل چي شاعر څه خبر دی چي توتا له ګلستانه په چغار ځي، کېدای سي چي توتا خوشاله وي . معلم اکبر وويل چې توتا يې بايد توتي ليکلی وای . ملا دوران وويل چي دابيت د شاعر خپل تخليق او فکر نه دی، بلکي دا حديث يې ترجمه او په نظم اړولی چي وايي : دا دنيا د مسلمان لپاره دوزخ او د کافر لپاره جنت دی .
دغزل څلورم بيت په دې ډول و :
په وار وار چې په دنيا باندې راغلي
عاقبت به ځنې واړه په وار وار ځي
ملادوران وويل چي دابيت هم ددې ايت شريف ترجمه ده چې وايي : هر ژوندی شی به د مرګ خوند وڅکي . ډاکټر سليم همدرد وويل چي ټول خلک دنيا ته په وار وار نه دي راغلي ، ځيني ماشومان غبرګوليان او ان کله نا کله خو يوه مور اووه ماشومان هم پر يوه ځای زېږوي . استاد لعل محمد وويل چي دلته معلومه نه ده چي د شاعر څوک مطلب دی، دنيا ته خو حيوانات او نور ژوندي موجودات هم راځي. که هدف يې پېريان او حيوانات وي نو دا خو چندان د خواشينۍ خبره نه ده .
دغزل پنځم بيت په دې ډول و :
که له درده مې خبر نه دي وګړي
چې مې سرې وينې ترسترګوپه رخسارځي
حاجي اسماعيل وويل چي ددې بيت لومړۍ مصرع بايد داسي وويل سي : ولي خلک زما له حاله نه خبرېږي. استاد عطاء وويل چې پنځم او شپږم بيتونه سړی ناهيلی کوي، شاعر بايد ژوند ته هيله من وي او که ووايو چې هنر د ژوند لپاره دی نو بايد په شعر کي د خلکو لپاره د اميد او هيلي پيغام نغښتی وي . ما چې دا بيتونه واورېدل نو د انا مرګ مې راپه ياد سو . بريالي هنريار وويل چې د انا مرګ دومره ناهلي نه ده، ځکه په پښتو ژبه کي يو متل دی چي وايي : په غمو کي د انا غم اسانه دی.
دغزل شپږم بيت په دې ډول و :
د هغه طبيب نوم څه اخلې په ژبه
چې بيمار ورلره راشي او بيمار ځي
ډاکټر سليم همدرد وويل چې په دې بيت کې د ډاکټرانو غيبت سوی دی، کېدای سي چې يو ناروغ د يو ډاکټر په دوا جوړ نه سي او کېدای سي بل ناروغ بيا د همدغه ډاکټر په دوا جوړ سي. ملا دوران يې هم خبره تائيد کړه او ويې ويل چي جوړه په خدای پوري اړه لري، هيڅ يو ډاکټر د يو ناروغ د علاج تضمين نه سي کولای .
دغزل اووم بيت په دې ډول و :
که مې پېژنې هغه لېونی زه يم
چې نادان را لره راشي او هوښيار ځي
ډاکټر سليم همدرد وويل چي په اوسني عصر کي طبيب او ډاکټر سره جلا دی، که د شاعر هدف يوناني طبيب وي نو هغه خو نه سم علاج کولای سي او نه اوس چندان خلک ورځي او که هدف يې ډاکټر وي نوبايد ډاکټر وويل سي . بله خبره داده يو ډاکټر چي خپله لېونی وي نو د بل لېوني علاج به څنګه وکړي؟
حاجي اسماعيل بيا وويل چي د لېوني کلمه دي په لېوه واړول سي،ياني داسي وويل سي : که مي پېژنې هغه لېوه زه يم . ځکه د ډاکټر همدرد صاحب مخ ته دي لاس وي، ځيني ډاکټران هم تر لېوانو کم نه دي، کله چي له يو ناروغ څخه ډېر فيس واخلي نو د ناروغ سد پخپله سر ته راسي. کمال الدين نعيمي وويل چې په دې بيت کي ډېري باټي راغلي دي، ياني زه يو داسي ډاکټر يم چې که څه هم خپله لېونی يم خو لېوني پر سد کولای سم ، دا که روغ ډاکټر وای نو څومره د نامي زوی به وای.
دغزل اتم بيت په دې ډول و :
دروغجن به همېشه وي په خزان کې
د رښتينو په مخ هر کله بهار ځي
بريالي هنريار د نهم بيت په باب وويل چې دا بيت له واقعيت څخه ډېر ليري دی، نن ددنيا ټول کار وبار پر درواغو ولاړ دی، درواغجن خلک لوی سرمايه داران او خپلي مېلې او چړچې کوي او موږ چي رښتيا وايو سپېرې شونډې ګرځو او هر هغه څوک چي رښتيا وايي نو د خولۍ سر يې سوری دی، مثلاً اول په دې غزل کي دومره غلطۍ سته چي که زه رښتيا ووايم، ياني هغه ټولي غلطۍ په ګوته کړم نو غيرت صاحب به راڅخه خوابدی سي او په ژوند کي به يوه خبره هم راسره و نه کړي . اول خو يې ددې غزل ځمکه زما څخه غلا کړې ده، هغه زما يو غزل دی چې وايي : هه هه هه ... ته ودرېږه اوس راڅخه هېر سو، خو په هر صورت ځمکه يې دغسي ده . بل داچي ټولي قافيې يې غلطي دي، د فکر او پيغام په لحاظ هم يو کمزری غزل و، نور نو يوه لمن ګرامري غلطۍ يې درلودې، اوس ناوخته دی که زه دا ټولي خبري دلته کوم نو مشاعرې ته وخت نه پاته کېږي، زه به دغه ياداښتونه غيرت صاحب ته ورکړم چي په درد يې وخوري.
شېر جان کاکا بيا وويل چي غيرت صاحب يو ځوان استعداد دی، خير که نن يې کمزوری غزل وليکه سبا به ښه او په تول پوره غزل وليکي . تر هغه وروسته د غونډي مشر مېلمه ته بلنه ورکړل سوه چي دغونډې په باب خپل نظر ووايي : د غونډي مشر وويل، ښايي تاسي هيڅ باور و نه کړئ چي ما تر اوسه دغسي علمي او له شخصي عقدو پاکه کره کتنه نه وه ليدلې، زه وياړم چي موږ نن په ځوان کهول کي د ښو شاعرانو او ليکوالو تر څنګ ښه نقادان او کره کتونکي هم لرو. ما د ښاغلي غيرت صاحب نثري ليکنې لوستي وې، ډېري هنري او ښې ليکني کوي، خو تر اوسه مي يې شعرونه نه وه اورېدلي، زه نه پوهېږم چي د غيرت صاحب ولي په زړه کي ورتېر سوه چي بايد شعر هم وليکي . زما په فکر هماغه نثر يې بس و، بيا هم که دی غواړي شعر وليکي نو لومړی دي ادبي فنون او وروسته دي کلاسيک شعر مطالعه کړي، په تېره بيا خوشال بابا خو بايد ډېر په دقت مطالعه کړي، له دې غزل څخه خو يې داسي ښکارېده چي د خوشال بابا نوم يې ګردسره نه دی اورېدلی. زه نه پوهېږم هغه څوک چي خوشال بابا يې نه وي مطالعه کړی څنګه دا جرئت کوي چې شعر وليکي . وروسته له ښاغلي غيرت صاحب څخه وغوښتل سوه چي د کره کتونکو په باب خپل نظر څرګند کړي . ښاغلي غيرت صاحب وويل چي زه ټولو هغو دوستانو ته د زړه له کومي کور ودانی وايم چي زه يې خپلو غلطيو ته متوجه کړم. يوه غلطي چي همدا اوس زما ورته پام سو، هغه داده چي د خپل غزل پر ځای مي د خوشال بابا غزل کره کتني ته وړاندي کړی دی .