د غني بابا دوه شعرونه

دهارون باچا سندره واورئ !

 

يو ټــکى د رنــګ کـــې دريـــــاب رنـګارنــګ
يو څاڅکي د ساز کې هم سوز او هم شــرنګ

د ژونـــد يوه لـمحـــه کــــې، ســـوونـه عمرونه
يــــو چونــګ کــې د خـاورې مستي او غمونه
پـــه لــپــــه ايــــــرو کــــــې، ســـازونـــــه د نـــور
د هــــر ګــــل پـــه شـــونـــډو رازونـــــه د طــــور

يــــو ټکـــى د رنــګ کې دريــــاب رنــګــارنګ
يو څــاڅــکي د ساز کـې هم سوز او هم شرنګ

خــاورينــــه څـــرمــــن کـــې، خنــــدا او غــــرور
تـــيــــــارې د شــــــهـوت او رڼـــــــا او ســـــــرور
دې بـــــــت کــــې د خــــاورو دا تـــــــال د ابــــــد
د څــــاڅــــــکي په مـــخ کــــې جـــمـــــال د ابــــد

يــــو ټـــــکى د رنــــګ کـې دريـــــاب رنګارنګ
يـــو څـــاڅکي د ساز کې هم سوز او هم شرنګ

يوه بله سندره واورئ د خالد ملک په ښکلي غږ کې

 

چــې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جــام
ډېـــر ګـــلونـــه لـږ ياران وي او رنــګيــن غـوندې مـــاښام

عشق څه اور وي او څه نور وي، زړه لمبې لکه تنور وي
پـــه دې ژونـــد بـــه زۀ ورځـــان کــړم، جــنتونه سـتا تمام

د مــستۍ د ســـيند پـــه غـــاړه ثــــوابـــي روژې بـه نيسم
اســـوېلـــي به کـــوم يــــادوم بــه، د ســاقـي نيمګړى جام

تـــل ســـپوږمۍ د څــوارلســـمې، تـل جانان د شپاړسمې
تـــل ځـــوانـــي سيـــند د شــرابو، دا دوزخ دى کــه انـعام

دې دنــــيا پـسې به ژاړم، دا تيـــــاره هــــلال بـــه غــواړم
هــــــره ورځ پـــــه يــــادومـــــــه، نــــــرۍ لـــــړه د مــــاښـــام