خپل ځوان اولاد سره څنګه خبرې وکړو؟

له انګليسي نه ژباړه : نصرت الله الهام

د پېغلې لور يازلمي زوى سره وړ او مناسب چلند دومره آسانه خبره نده!
ته به غواړې چې  خپل ځوان اولاد خوښ، خوندي او محفوظ وساتې خو هغه به داسې ګومان کوي چې ګوندې زه خپل مور پلار ته کمزورى او بېچاره ښکارم، يانې يوه غلط فهمي به رامنځ ته کېږي .
آيا ددې مسئلې کوم حل شته؟
دځوان اولاد ( مورپلار) کېدل هم دومره آسانه خبره نده، که يو ښه پلار يا مور کېدل غواړئ دغه لاندې مشورې درسره مرسته کولاى شي او له دې لاندې ټکو نه د خپل ځوان اولاد سره د چلند په موضوع کې زدکړه کولاى شئ .

له خپل ځوان اولاد سره خپل وخت ولګوئ، د خپلې بوختې ورځې نه يوه لږه اندازه وخت ورته وباسئ ، په زړه کې غوټه  خبرې يې واورئ، ستا بريالۍ اړيکه اوچلند د خپل ځوان اولاد سره د هغې يا د هغۀ خوښېږي، پاملرنه يې ستا په لور اوړي او ستا له غوښتنو سره توافق کوي .
کله چې لور پېغله يا زوى زلمى شي بيا ورسره داسې چلند په کار دى چې څنګه د يو عاقل او بالغ انسان سره يې کول په کار دي، اوس ته ورته داسې نشې ويلاى چې (( څه چې زۀ درته وايم هغه وکړه )) بلکه اوس قناعت غواړي او لامل پوښتي؛ اوس ستا اولاد ځوان دى او په دې پوهېږي چې خپل تصميم پخپله نيولاى شي، اوس يو اړخيز نه بلکه دوه اړخيز کمونکيشن ته اړتيا ده، په دې عمر کې بايد وپوهول شي چې خپل ځان پخپله کنټرول کړي. نه دا چې د ماشومانو په سترګه ورته وکتل شي او خپله خبره ورباندې وتپل شي.

*  د خپل ځوان اولاد په مقابل کې مثبت اوسېږه؛ که دا خبره درته ګرانه هم وي خو ته بايد په دې و پوهېږې چې ستا ځوان اولاد يو حيثيت لري او تۀ بايد د هغه سره د هغه د شخصيت په روزلو کې مرسته وکړې، دغې موخې ته؛ د پوره توجه او پاملرنې او همدا رنګه د خپل ځوان اولاد سره د بحث او مباحثې له  لارې رسېدلى شئ او همدې خبرو ته په پاملرنې سره کولاى شئ، چې د خپل ځوان اولاد لپاره داسې څه تر سره کړئ چې هغه يې ياد پاتې شي او که تاسې په دې برخه کې تر اوسه پاملرنه نه وي کړې اوس هم سر وخت دى چې خپله تګلاره وټاکئ .

*  دې ته متوجه اوسئ چې ته د خپل ځوان اولاد نه څه غواړې او ولې يې غواړې؟ ځکه چې اوس بايد د هرې غوښتنې لپاره چې ته يې لرې د ( ولې؟ ) ځواب هم ولرې، اوس که ته خپل ځوان اولاد ته ووايې چې (( داسې وکړه )) نو د (( ولې؟ )) پوښتنې ته هم بايد ځواب ولرې؛ اوس هغه پخوانى ځواب چې (( ځکه چې زۀ درته څه وايم هغه وکړه! )) نه چلېږي اوس ستا اولاد ځلمى دى او ته بايد د هغه سره منطقي خبرې وکړې، ستاسې منطقي غوښتنې هغوى ته د دليل ويلو او شور کولو موقع په لاس نه ورکوي او تاسې کولاى شئ چې هغوى ته د خپلې غوښتنې د منطق په روښانولو هغوى د خپل ځان سره هم غږي کړئ .

*  ريښتونى اوسه.
 تر ټولو ښه اړيکه او اغېزمن کمونکيشن په اعتماد ولاړ دى. دروغ ويل او په رښتيا وو پرده اچول ستاسو د ماشومانو سره د ښه چلند په منځ کې خنډ رامنځته کوي .

*  لږه پاملرنه هم ډېره ګټه لري!
د خپلو خبرو او غوښتنو هدف ته متوجه اوسه او داسې فکر مه کوه چې ستا ځلمى اولاد نه پوهېږي، ستا ځلمى اولاد قابل دى، هغۀ ته په يو حيثيت قايل شه او هغۀ ته داسې فکر مه ورکوه چې ګوندې ته غواړې خپله برتري ورباندې ثابته کړې؛ په دې سره به تاسې له مقابل لوري نه د لا خوښۍ او توجه علامې ووينئ، خو شرط دادى  چې تاسې د تاوتريخوالي نه کار وانه خلئ او په غوصه نشئ ؛ هرڅه په آرام ډول  تر سره کړئ .

*  خپل ځوان اولاد ته اجازه ورکړئ چې تاسې ته سم ځواب ووايي ! کله چې تا خپله خبره سرته رسولې ده؛ نو اوس هغوى پرېږدئ چې خپله خبره سپينه کړي.
کېداى شي چې يوڅه فکټورونه يا عوامل نور هم موجود وي چې همدې ته ورته يو حل به ضرور ولري او تاسې بايد ورته پام وکړئ، ځکه چې دغه پاملرنه ستاسې او ستاسې د اولاد تر منځ د خوښ ژوند سبب ګرځي.
خپل ځوان اولاد سره په هغوکارونو کې موافقه مه کوئ چې هلته ددوى ژوند په خطر کې لوېږي خو کله چې تاسو هغوى د داسې يو کار نه منع کوئ، د همدې پورته مشورو نه ګټه واخلئ او هغوى قانع کړئ .

*  تاسې دا کوښښ مه کوئ چې د خپل ځوان اولاد ملګري و اوسئ، ځکه چې ستاسې زلمى زوى يا پېغله لور ډېرملګري لري خو د والدينو په څېر نور څوک نه لري، نو تاسې بايد په ټوله مانا د هغوى سره صميمي چلند وکړئ او دا يقيني کړئ چې تاسې د خپل اولاد ساتنه، خوښي او روغتيا غواړئ.
ملګري يې دغه خيال  نه ساتي ، خو د برياليو ځوانانو پلار او مور بايد ددې خبرو احساس ولري .