ليک
کيسه : ارش ننګيال

زه ولې اعدام شوم ؟ ايا ما داسې ګناه کړې وه چې سزا يې  يواځې او يواځې اعدام وه ؟ ما په خپله د خپلې کړنې کيسه په لنډو  له اعدام نه، نه پوهېږم چې څو مره وخت مخکې ليکلې،  ځکه چې زما د مرک نېټه  راته معلومه نه ده، خو دومره پو هېږم چې همدا نن مې وژني، که په رښتيا هم ما ګناه کړې وي نو د کيسې له لوستلو نه ورسته راباندې لعنت ووايئ او که بې ګنا اعدام شوی يم نو ...
 ګناه خو مې خامخا کړې خو ايا پر ځاى مې کړې او که بې ځايه، دا پېښه مې ځکه په خپلو ګوتو ليکلې چې بله ورځ مې ځوى ته څوک ونه وايي چې پلار دې ولې اعدام شو ؟ خبره څه وه ؟ څۀ يې کړي و؟
 خبره داوه  چې :
 د کيلوالو په وينا  په ټول کلي کې  تر ما بې وسه خو  غيرتي سړی نه و، د غريبۍ شپې او ورځې مې په ښه مېړانه تېرولې ،  له لوږې مې پرخ څټلی، خو اولادونه مې درس اوسبق ته  خامخا لېږلي، د انګړ شاته د (ولو) ونې مې په  تبرګي صافولې، چې د وړوکي ځوى احمدالله  د ژړا غږ مې تر غوږو شو،  که څه هم چې مشرانې مې لوڼې دي خو احمدلله زما مشر ځوي  دی، سږ کال پينځم ټولکي ته  اول  نمره کامياب شوی و، احمدالله مې تر اوسه پورې په داسې ژړا نه وليدلی، سختې چغې يې وهلې، مور او خويندو يې له لاسونو نيولې وه خو  هغه ځان په ځمکه ځمکه واهه، زړه مې طاقت ونه کړ له ولې نه  ښکته شوم په منډه کورته ننوتم . 
 ګورم چې  پرتوګ يې  لوند خيش دی،  له واره مې ور سره ټوکه وکړه :
-  والکه  لکه چې پرتوګ دې لوند کړی که څه بلا ؟ له دې  خبرې سره يې ژړا دوه برابره شوه زه يې په ټوکه پښېمانه کړم، دې  وخت کې مې وراره د احمدالله هم صنفی په بيړه  انګړ نه راننوت،  زما او د احمدالله په ليدو ځاى پر ځای ودرېد، لکه چې ډاډه شو چې احمدالله کورته راغلی، غوښتل يې چې بېرته له انګړ نه ووځي، چې ما ورباندې غږ کړ:
_ والکه دلته راشه ! په احمدالله څه شوي؟ دا ولې داسې ژاړي؟
_ هسې ، د رياضي  سات  و، احمدالله  لکه چې تشو ميتيازو وارخطا کړی و، څو واره يې له ښونکي نه اجازه وغوښته خو ښونکي ورته اجا زه ور نکړه ، ما هم  ورته دوه  ځله  وويل چې احمدالله ته اجا زه ورکړي،  خو ښونکي ورته اجازه ور نه کړه ،احمـدلله  له سهار نه ويل چې سوزاک يې دى .
_ ددې خبرې  په اوريدو مې ماغزه ګډوډ شو ،  خو ددې لپاره چې ځان په خبره سم پو کړم ومې ويل :
_ ښه بيا څه وشو؟ 
- دې وخت کې احمدالله د دروازې خواته ور منډه کړه، او ښونکي ورته په قهر غږ وکړ:
-  ودرېږه! همدې وخت کې له احمدالله نه  تشې متيازې  په پرتوګ کې لاړې، هم ښونکي ورباندې ډېر وخندل او هم شاګردانو، ښو نکي ويل چې نور ورته تشن ووايئ، له دې سره احمدالله په ژړا شو او له ښونځي نه ووت .
 په چغه مې له خولې ووتل  :
- دا معلم څوک دی؟
- د دامان کلي نه راځي او مونږ ته رياضي درس راکوي .
- نه پوهېږم چې وراره به مې نور څه څه ويلي وي خو دغه خبرې ما واورېدې نور لکه  بت  ځای پرځای  ميخ شوی وم، چې د مېرمنې غږ مې تر غوږو  شو.
- وه سړه يه راشه دې  احمدالله څۀ ليونتوب شروع کړی، له ژړا يې ستونى وچ شو، له دې سره مې  ځانته پام شو، له قهر نه  مې ټول وجود رپرده، کور کې مې هيڅ هم ونه ويل  ښه په کراره د باندې روان شوم چې په انګړه کې مې پښه د  چمنډک ( تبر) په لاستي  ولګېده،  را پورته مې کړ او راساً ښونځي خواته روان شوم،  ډېر په بيړه روان وم څومره چې ستړی کېدم هماغومره مې قهر زياتېده، همدا چې ښونځي ته ور نيږدې شوم ګورم چې هماغه معلم له  درې نورو ښونکو اود ښونځي له مدير سره ولاړ دى، همدا چې د مدير سترګې په ما ولګېدې څه يې وويل؛ ښوونکو په بيړه  ما ته راوکتل، د معلم  له کتلو سره زه ورته ښه نيږدې شوی وم، ياره زه به يې سم نه وم ليدلی چې درې چمنډکه مې په تندي تندي وواهه، وينو دارې وکړې او معلم په ځمکه پړ مخې ولوېد، هغه لا ځمکه په ګوتو ګروله چې زه ترې لاړم، کور ته لا نه وم رسېدلی چې پوليسو ونيولم او بندي يې کړم، درې وو محکمو راباندې د اعدام فيصله  وکړه، نن د اعدام له حکم نه پوره لس ورځې وتې دي، زړه کې ډېر خوشاله وم  ما وې  ګوندې اعدام مې نکړي ، چې نا څا په  نن  راته يو پوليس په خواشنۍ وويل نن دې اعدام ته وړې .
- کابل 08-09-10