غزل

مــاتــه پــتـه ده چـــې ګــرانـــه زنــدګــي ده
خــوبـــس څــه وکــړو جـــانانه ، زندګي ده
شل او درېش، پنځوش، شپېته کلونه تېر شول
لا زلـــمى يــم لا مــې ځـــوانـــه زنــدګــي ده
څــه د ژوند د جــزبــې رنــګ درســره راوړه
مـــړه دلـــتــه خـــو ارزانـــه زنــــدګـــــــــي ده
 د آســمــان پـــه مــحــبــت بــانــدې ډاډه يم
او راغــلــې لـــه اســــمــانـــــه زنـــدګــــي ده
تــه د ژونــد د يــارانــې پــه چــل پـــوهېـږې
مـــا نـــيولـــې لـــه ګـــرېــوانـــه زنــدګـــي ده
هغه ورځــې مــې په ژوندکې کله شمار دي
چې مـــې کـــړې بـــې لـــه تـــانــه زنــدګي ده
زه پـــښتون يم خو دښمن مې پښتون نه دى
بـــې غـــيرتـــه بـــې ايـــمــــانــه زنـــدګـــي ده
څــه د پــېغــلې د مسکا غوندې ښايسته ده
څــومـــره ستـــړې او ستــومانــه زنــدګــي ده

نصرت الهام