راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 17-09-2008


غزل

د زړه پــه وينو پېــشــنمی کومــه
ســتا پــه يــادونو پېشنمی کومه

د ګاونډۍ د لور د خولې په شاتو
پـــه دېـوالونـــو پـــېشــنمی کــومه

څـــه بـــې اذانه روژه مـــاتـی کــوم
څــه بـــې بانـګونو پېشـنمی کومه

هــره مــړۍ زمــا پــه اوښــکو لمده
ډک لـــه دردونــو پېـــشنـمی کومه

د خپل جومات د اذان کړنګ مې په زړه
پــــه افـــسوســـونـــو پـــېشنــمی کــومــه

مور مې هم نشته چې مې زړه ونيسي
بــې خـــويــندو ورونو پېشنمی کومه


يادونه : تاواني صيب ؛ ما ماښام ته شعر ليکلی الهام اشنا مې شپې ته ، تا په کې د پېشنمي د شعر غوښتنه وکړه ما دې هم زړه وساته دا دی څو کرښې مې تورې کړې ، خو ګوره اشنا دا چې فرمايشي شعر هېڅ نه شم ليکلی نو دا هم د شعر په نوم معر وګڼه
اوس نو الهام راونيسه چې سحر ته شعر وليکي بيا خو غرمه هسې هم ماته راپاتې ده خو ګوره چې الهام درنه ځان په بهانو خلاص نه کړي ، ډېر بهانه ګر دی

جلال امرخېل


http://tolafghan.com/thanda/index.php?action=comments&b_id=41&post_id=6293

په دې لينک ورشئ !