مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي !

 

مــه وايه دا چــې جوړوي پـښتانه
دنيـــا لـــګيا ده بــــــېلوي پښـتانه
سر له دښمن سره وهلــی شـــي خو
سر له تربوره ټکـــوي پــــښـــتانــه

دا بــــې ننګي نه قـــبلوي پـــښتانه
توره ميدان کې نه پرېږدي پښتانه
د پــــرهر شـــور غلــــطوي پــه ټــپو
او په خنــدا سنګر ته ځــي پښتانه

خـــپل کـــلي خــپله ورانوي پښتانه
ځان ته بيا وايــي غيـــرتي پـــښتانه
دا ځنې وخت ترې فـرښتې شرمېږي
دا ځنې وخت شي لېوني پــښتـــانه

ټـــول دي لـــه مــخې جــنتي پـښتانه
دي پېـــــښوري کــه کابلي پـــښــتانه
لـــه کليمې مخـــکې پښــتو ورښــيي
مــور چـې زانګو کې زنګوي پښتانه

څنګه چې دي داسې دې وي پښتانه
خدای خو دې هېڅ نه بدلوي پښتانه
د ځمــکې تـــل تـــه زلــزلـــې رســــوي 
اوه اســـمانونه پـــاروي پـــــښتـــانــــه

تـــر څو چــې سا تــن کـې لري پښـــتانه
د حـــق پـــه نوم باندې بـه مري پښــتانه
مخکې له دې چې ځان ته خدای ووايي
مـــخکې له دې بـــه ختــــموي پـــښتانه

جلال امرخېل