غزل

څه نغمې دي، څه سازونه دي په شپه کې

د چــوپـــتيــاوو آوازونــه دي پـه شپه کې

ستـــا د ســترګو د ځــلا غــزل پـرې لــيکم

راتـــه سـتوري کــاغذونه دي پـه شپه کې

اوس رڼـــا ده ، اوس يـــې کــله درتـه وايم

دفـــن کــړي مې رازونــه دي پــه شـــپه کې

کــــله خـــانـــدم پــــکې، کــله پــــکــې ژاړم

څه نــخرې دي څــه نــازونه دي په شپه کې

پــکې شــوى د پـــيالــې د کـړنګ آذان دى

چــې خــواره جــاى نمازونه دي په شپه کې