غزل

نور مې نو د ښـــکلو لـــه ازاره خـــدايــه اوباسه
ما د ليــــونـــيـــو لـــه کـــتـــاره خـــدايه اوباســـه

يا خد د بدرنـــګو يوه بلـــــه دنـــيا جــــوړه کـــــړه
يــــا خــــو ما د حــسن له دی ښاره خدايه اوباسه

نـــــور د غــــلامــۍ زنځير په غاړه وړلای نه شمه
سر مـــې لـــه صــليب او لــه زنـاره خدايه اوبــاسه

څـــوپـــورې بـــه غم د بـل د زړه په ز ړه کې ساتمه
يار زمــا او مـــا د زړه لـــه يـــاره خــــدايه اوبـــاسه

مينه چې پرې ستا نه کيږي مرګ له ژونده ښه ګڼم
روح مـــې لـــه بـــدن ددې لــــپاره خـــدايــه اوبـاسه

وژنـــي عنــــدليـــب ماحول ګل سندريز نه پريږدي
داســـې تـــور زاغــان لــه دې ګـلزاره خدايه اوباسه

محمد اسماعيل (عندليب )
اسلام آباد : نړېوال اسلامي پوهنتون