په زړه پورې لنډۍ ، ټپې
بې له ديدنه عمر ګران دى
زۀ به دا ګران عمر په کوم ځاى تېرومه
زړه مې لوګرې پېغلې وړى
که شاهزادګۍ راته کوي نه يې کومه
ما چې دا ستا ياري کوله
ما وې چې خوى به دې د رنګ په شانې وينه
زما دې دين دنيا خطا کړل
نه دې خوله راکړه نه دې وخندل مينه
اور دې راپورې که ته لاړې
چې ته راځې زه به د خاورو لاندې يمه
پاڅه دشمن په وطن راغى
نور مې د ظلفولاندې مه کوه خوبونه
خبر مې واخله خپله ياره
د غم اوبه مې تر مرۍ راغلې دينه
د سپينې خولې بلا دې واخلم
ايله بيله زړه مې په ځاى ولګېدنه
خبرې نيمې، نيمې خوند کړي
زما جانان لکه توطي ويل کوينه
ماته يوه خبره وکړه
زه دې د بل له اشنايۍ ويستلى يمه
يا په وطن کې ظلم کېږي
يا عاشقۍ کې معشوقې ظلم کوينه
يوه روژه بله غرمه ده
جانان سړى راولېږه چې رادې شينه
مين د زړه په صبر پايي
نا مرده تا په ژړا ځان و شرمونه
که ځلميتوب که پېغلتوب دى
ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه
ستا يارانې ته به زړه ټينګ کم
زه پېښورۍ پڼې پخپله جوړومه
دا ډېرې خولې ډېرې خبرې
د چا چا خولې له به برغولي جوړومه
خدايه ما ګل د پسرلي کړې
چې جينکۍ مې په ځولۍ کې ګرځوينه
چې محبت يې زړه کې نه وي
لکه هندو بې کليمې ژوند تېروينه
جانان ماشوم دى نه پوهېږي
چې کله لوى شي بيا به وکړي ارمانونه
جانان له مانه مرور دى
زه مرور له تمامي جهانه يمه
له خپله ياره به وانه وړم
که د چړو په څوکو نوکې، نوکې شمه
ټوپک دې ټينګ ونيسه ياره
چې په ټولي کې شرمنده نشې مينه
مسافر ته شوې خواره زه شوم
تا په پردي وطن کې څه ليدلي دينه
که ګناه ګار يمه د خداى يم
د ځينې،ځينې دله هسې بدې شمه
سبا مې بيا تکيه په خداى ده
بېګا له تانه رضامند راغلى يمه
ستا دې دا خپل ښايست نصيب شي
زه به دا خپل څيرې ګرېوان راټولومه
رېباره ورشه ورته وايه
ستا واړه بد مې په لېمو منلي دينه
که رښتيا وايم بيا به ژاړې
تا د يارۍ په منځ کې څه پرېيښې دينه
روغ نه يم روغه دنيا څه کړم
ما لېوني سره کاواکې خوند کوينه
الله دې تا په چا مين کړي
چې در مالوم شي د درد من زړګي حالونه
خاونده بيا دې مازديګر کړو
په چا اختر شو په چا پرېوتل غمونه
خاونده بيا دې پسرلى کړو
له وچو څانګو د لونګو بوى راځينه
ما درته نه وې شرمېدمه
د سرې نتکۍ سره پېزوان مزه کوينه
خاونده بيا دې پسرلى کړو
په ګودر جوړ شول د منګيو کتارونه
ستا د ګيلاس په شان غړۍ ده
زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه
سبا مې بيا د کډې وار دى
په سر به پيټي ګرځوم په زړه غمونه
سبا به دنګ چنار ته خېژم
د ګاونډي د لور به ستر ماتومه
ولې به زه ورپسې نه مرم
ماته يې په سپينه خوله جانان ويلي دينه
ولې مې توره توره بولې
زه توره نه يم مور په ناز بللې يمه
ولې په غټو راته ګورې
صورت هغه دى اندېښنو وهلې يمه
تا چې ټوپۍ په سر ګږه کړه
زه به نتکۍ په پوزه نېغه ګرځومه
تا چې په سترګو کې ځاى راکه
زه درله ځاى د زړه په کور کې درکومه
د ملکنډ د سر پلوڅې
دا لوڅې پوڅې زه په تاپسې کومه
په ملکنډ به ورجګېږو
په پنجه دارو څپلو ووهه ميخونه
سترګې دې تورې راته ګورې
د هلک خورې مابه ورک کړې له وطنه
جانانه دومره په ما ګران يې
چې سپينې واورې ورېدې در ووتمه
جانان چې بل وطن ته لاړ شي
زما په دې وطن کې نور څه پاتې دينه
نور انتظار کولى نه شم
که نه راځې نو ځان تنور ته غورځومه
ماته پرې کړى جواب راکه
زه ځنګېدلې ياري نوره نه کومه
ماته په سترګو کې حال وايه
خلک هوښيار دي ګومانونه ځغلوينه
زما دې بيا تمه پيدا کړه
چې په سرکو شونډو دې وخندل مينه
ښايست په ټوله دنيا ډېر دى
د پېښور جينکۍ ټولې ښکلې دينه
د دنيا درې ورځې ژوندون دى
پرون راغلي نن دلې صبا به ځونه
ددنيا زر مې پکار نه دي
زه د جانان سره ملنګ خوشحاله يمه
مسافرۍ ته دې ځان جوړ که
د زيړو ګلو باغ په چا سپارې مينه
که زړه ته سل تسلۍ ورکم
سترګو ليدلى جانان کله هېروينه
بلې لمبې مې له زړه خېژي
که څوک تودېږي زما خواله دې راځينه
بېلتون په سپينه اسپه سور دى
نېزه بازي په عاشقانو زده کوينه
بېله به يم بېله به ګرځم
بېله به ژاړم ، بېله اوښکې تويومه
داسترګې ستا، سترګې زما دي
ما تاته کله د يارۍ ويلي دينه
راشه په سترګو کې مې خوب شه
زه شوګيرو د بېلتانه وهلى يمه
ستا به د حسن دوران تېر شي
زما به پاتې شي په زړه سوي داغونه
زما په تشه خندا مسته
که خوله مې درکړه لېونى به شې مينه
دا زړه مې ډېر درنه خپه دى
نېستۍ ظالمې د دوستۍ دې وويستمه
د سهر چرګ به پې نارې که
اشنا زما په شرم خوښ دى نه پاڅينه
زړګيه صبر شه مه ژاړه
پردي راوړي د چا څه پروا لرينه
جينۍ چې غټه شي کلچه شي
هلک چې غټ شي پوکڼۍ دې پړسوينه
جينۍ کږه شوه ماته نشوه
د کونډې لور ده مور غوړي ورکړي دينه
تمبل په شړک وهه محبوبې
سبا په ګورم ستا د ګوتو پرهرونه
بارانه رورو پرې ورېږه
وړې وړې جينکۍ غره ته تللې دينه
دا تاته چا وې چې مين شه
په سپينه ږيره دې په مخ اوښکې راځينه
دا پېښور راته انګار شو
باقي به عمر کراچۍ کې تېرومه
د نجونو پلاره سوداګره
د کشرۍ بيه کوه راغلى يمه
د جانان مرګ راته اسان دى
چې دا ولاړ وي په بل واچوم لاسونه
د کور خندا مې په کار نه ده
منګى به واخلم په ګودر به وژاړمه
د ورځې تورې سترګې ګرځم
د شپې په لپو لپو اوښکې تويومه
د نېستۍ وږم رانه خېژي
ځکه مې خپل پردي مالت ته نه پرېږدينه
د وړو لويو د خندا شي
خداى دې په مينه کې څوک نه رسواکوينه
سپوږمۍ د بېرې سر له راغله
جينۍ رانغله شوګيرې ورته کومه
زما ابۍ دادا ته وايه
خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه
شامت زما که مې ديار دى
په اور دې وسوځي د دواړو قسمتونه
ستا ددې دوه سترګو لپاره
زه ټول کاله ته په سلام ولاړه يمه
ما درته وې چې ښار ته مه ځه
په نرۍ ملا به دې ښارۍ مينه شينه
که ياري کړې نو يار دې ځه يم
که يارې نکړې ماته بل ويلي دينه
جانان په جنګ کې توره وکړه
ماته همزولې په تندي سلام کوينه
هلکه مرې که پاتې کېږې
دا مې عادت دى نرۍ سترګې تورومه
يوه مې دا خبره واوره
د چا په مخ کې راته مه نيسه ګلونه
خدايه يا دا وکړې يا داسې
يا يې زما کړې يا دې تورې خاورې شينه
څادر دې واغوسته اوده شوې
په زړه دې نشته د يارۍ سوي داغونه
يار به مې څنګه توره نکړي
تر نيمايي مورچل چې زه ورسره ځمه
د پسرلي علامې راغلې
په هره پوله کې بنګړي مات شوي دينه
پټ به په زړه دردونه تېر کړم
بې درده يار ته به ونه وايم حالونه
په ننواتې به زه ورشم
په مرور اشنا به واچوم لاسونه
لما نه ولې مرور يې
کم عقله ياره په پردي اختيار کې يمه
د سيال سيالي ده ډېره ګرانه
چې څوک سيالي کړي زه مخ پټ کړم وژاړمه
په خوله دې نوم اخيستى نشم
پټې سلګۍ دې په ديدن پسې کومه