وېره
لنډه كيسه

دنېستۍ نه پوزې ته راغلى وګردوړه يې په کور کې  نه وه پاتې ،په ذهن کې به رنګارنګ خبرې ورګرځېدې .
کله به يې دغلا پلان جوړولو کله به يې ويل راځه فلاني ته ورشه که قرض درکړي ، کله به يې ويل نه فلانى يې نه راکوي فلانى به ښه وي .
په همدې فکرونو کې و چې يو ځل يې په زړه کې خان صېب ورتېر شو . پرېکړه يې وکړه چې له خان صېب نه څه روپۍ په پور واخلي دکور اړتيابه هم پرې پوره کړي اوڅه کاروبار به هم پرې پېل کړي ، سباسهار وختي دخان صېب حوجرې ته ورغى خان صېب چې له کوره راووت له نورو خلکو يې رابېل کړ خپله مجبوري يې ورته څرګنده کړه .:يره خان صېب چې په چا مې تکيه کوله دهغوى ټولو قرضداريم اوبيامې خوله ورته نه شم چېنګولى، په تاسومې زړه اوبه وڅښلې، خان صېب تش مې مه لېږئ څه مرسته راسره وکړئ زه به پرې څه کارروان کړم تاته به ستا قرض بېرته درکړم دعابه هم درته کوم .
خو دا غريب څه خبر و چې خان صيب له خپل مطلب پرته او ياهم پرته له سوده چاته پيسې نه وركوي .
خان صېب لږ سات غلى وسريې له ګرېوانه پورته کړ ويې ويل: ته مازديګر راشه نوسره پوه به شو اوس لاړ شه داسل روپۍ درسره واخله د اوس لپاره دې خپله اړتيا پرې پوره کړه.
 لدې سره يې يوسور لوټ ور ته په لاس کې کېښود، خان صيب زياته کړه: مازديګر خامخاراشه .
سلګون يې ترې واخيست خداى پاماني يې وکړه اودکور په لور وخوځېد.
ټوله ورځ يې آرام ورک کړى و، دمازديګر دآزان سره سم دخان صيپ کورته ورسېد، دروازه يې وټکوله خان صيب راووت، ستړې مشې يې وکړه اوپه حجره کې دواړه يوازې په يوازې کېناستل.
دچاى پيالې يې ډکې کړې اوبالښتونوته يې ډډې ووهلې.
که څه هم په کوټه کې هيڅوک نه ؤ، خوخان صيب په ټيټ آواز ورته وويل: ته ډېر ښه ځوان يې اوداکار کولى شې.
هغۀ ټکان وخوړ په نيالي ( توشك) راڅک شو خوخان صيب خپلې خبرې ته دوام ورکړ: زه به پنځوس زره روپۍ درکم سره دټوپکه، شل زره يې همداوس اډوانس دېرش زره بياچې د هغه د مرګ خبر مې واورېد دربه يې كړم، هم به ستا كار وشي او هم زما، د داسې خلكو مرګ هسې هم روا دى.
هغه دفکر طوپان په مخه کړ، پنځوس زره روپۍ اوس دده لپاره له هرڅه مهمې وې، خو قتل !!! غونى يې زيږ شو، بيا يې خپل حواس سره راټول كړل په زړه كې ورتېر شول، دا خو اوس د دنيا نرخ دى، او له نرخه به څه اوځې،خپل مجبوريت او د خپلو اولادونو لوږه يې مخې ته ودرېده، هغه منډې وريادې شوې چې د مزدورۍ پسې ګرځېدۀ خو مزدوري هم لكه د مرغۍ شودې، دا څومه ورځ ده چې د خلكو دروازې لكه سووالګر ټكوم خو هريو مې بې نوا رخصتوي،  په همدې کشمکش کې پرې داولاد مينه ځواکمنه شوه اوخان صيب سره يې هوكړه وكړه، خان صيب هم ماښام راوغوښت او ويې ويل چې پيسې او ټوپك دواړه به تيار وي، دشپې ناوخته يې دخپل منزل په لور قدمونه چست کړل.
تپه تيارۀ ده، سپوږمۍ هم خپل مخ دورېځو په حجاب کې نغښتى، ټوپک په لاس غلي غلي قدمونه اخلي، دخپلو قدمونوله آوازه هم وېرېږي.
چې منزل ته په رسېدو شو پښې يې په رپېدو شوې، لږ شېبه وروسته دهغه چا د کور وره ته ولاړو چې دۀ غوښتل ويې وژني .
لږ تم شو ددروازې په خوله کې ولاړدى، ډول ډول اندېښنې او فكرونه يې نه پريږدي چې مخكې قدم واخلي، ناڅاپه له دروازې نه راوګرځېد او په منډه، منډه کورته راغى.
سبا سهار وختي چې خان صيب له جماعت د جنازې د اعلان په تمه ناست و دروازه وټېكېده، هغه د سهار په خړه ټوپك په لاس د خان صيب د كور دروازې ته ولاړ و، د خان صيب په ليدو يې په چپه خوله پيسې اوټوپك دواړه وركړل.
خان صيب وپوښتل:  ولې؟
دۀ ځواب وركړ:  خان صيب سخت وېرېدم.
خان صيب وويل:  له چانه ووېرېدې زوروره، نام خدا زړور سړى يې او هلته خو څه كوم پيره دار نه و چې ته ترې ووېرېدې.
دۀ  اسمان ته وکتل او ګوته يې پورته کړه ( له خداى نه )

نصرت الهام