پښتو رسنۍ د پښتنو رسنۍ نه دي

لر او بر چې كومې رسنۍ په پښتو خپرونې كوي كه تلويزيونونه دي كه راډيوګانې دي كه مجلې دي او كه اخبارونه ددې ټولو جاج اخستل پكار دي چې دا رسنۍ يواځې په پښتو دي كه د پښتنو هم دي، ښكاره خبره ده چې په دې رسنيو كې زياته برخه يواځې په پښتو دي نه د پښتنو، كه د پښتنو نه وى خو چې پښتون قوم ته د ورپېښو ستونزو په هوارۍ يې د خبرو اجازه لرلى هم ښه به وى.

په دې پښتو رسنيو كې خيبر، شمشاد او لمر چې د طلوع تلويزون له خوا جوړ شوى تلويزيون دى، په راډيو ګانو كې اف ام راډيوګانې دي چې د روپۍ شپاړس لر او بر فعاليت كوي او نړيوالې راډيوګانې دي چې پښتو خپرونې كوي، وحدت ورځپاڼه او بې شماره مجلې چې نن يوه مړه شي نو سبا بله راژوندۍ شي .

په دې رسنيو چې مونږ ورته پښتو رسنۍ ويلاى شو خو پرته له شمشاد تلويزيون نه نورې دغې ميډيا ته مونږ د پښتنو د ميډيا نوم نشو وركولاى، دا په داسې حال كې ده چې شاوخوا فارسي او اردو ميډيا په خپله د فارسي ژبو او اردو ژبو په لاس كې ده خو ورسره مونږ ته تلويزيونونه او راډيوګانې هم همدوى جوړې كړي دي، چې مونږ ترې د خيبر تلويزيون او لمر تلويزيون نومونه يادولاى شو، له ځينو خلكو مې دا هم اورېدلي دي چې په پښتو ميډيا بزنس نه كيږي خو دا خلك په خپله په ميډيا د بزنس په څنګ كې هم نه دي تېر شوي، مونږ ګورو چې د طلوع تلويزيون په پرتله خيبر تلويزيون چې پښتو تلويزيون دى ښه بزنس كوي خو د پښتنو تلويزيون نه دى يو پنجابي جوړ كړى دى، چې د پنجاب او په عمومي توګه د پاكستان د ګټو ترجمان دى، نه د پښتون د ګټو، ښه بزنس په دې معنا چې خيبر تلويزيون هرڅه خپل لري او طلوع تلويزيون په پرديو ډرامو او له پرديو په كاپي شويو پروګرامونو چليږي، مونږ نشو ويلاى چې طلوع تلويزيون ځكه ډېر بزنس كوي چې ګوندې پاړسي د بزنس ژبه ده بلكه كه مونږ زير شو طلوع تلويزيون تل جنجالي مسائلو ته او ژېړ ژورناليزم ته په مخه كولو د خلكو د توجه وړ ګرځېدلى، نيږدې وه چې په همدې ژيړ ژورناليزم كې په سيكس هم صرفه ونه كړي خو په دې ټولنه كې دومره ګوستاخي د ځان لپاره خطر احساسوي.

له نيمه پښتو او هغه رسنۍ چې يواځې څو خپرونې يې په پښتو وي له هغې به تېر شو، د خيبر تلويزيون نه علاوه په كابل كې دوه تلويزيونونه پښتو دي چې يو يې لمر دى او بل يې هم شمشاد دى لمر تلويزيون خو ټولو ته مالومه ده چې د پښتنو تلويزيون نه دى، په دې وروستيو كې يو پښتون خبريال چې په لمر تلويزيون كې يې كار كاوه، د پښتونخوا د نوم په يادولو ګواښل شوى و چې هغه هم ښه په نره استعفا وركړې وه، لمر يوه پښتنه پاليسي نه لري، كه څومره هم وخت پرې واوړي د پام وړ پرمختګ نشي كولاى او د لمر چلوونكي او جوړوونكي هم دې خبرې ته اندېښمن او خپه نه دي.

بل تلويزيون شمشاد دى چې هم پښتو او هم د پښتنو تلويزيون ورته ويلى شو، خو په لومړيو كې د دې تلويزيون خپرونې بيخي په معيار برابرې نه وې، چې په خپرونو يې له ډېرو نيوكو نه وروسته لا پراختيا ته مخه كړه او يو مثبت ګام يې دا پورته كړ چې په پېښور او كوټه كې يې هم همكاران پيدا كړل او خپرونې يې ترتيب كړې دا پخپله ددې زېرى دى چې دغه تلويزيون د ټولو پښتنو دى دا چې اوس هم په دې تلويزيون كې مسلكي او په كار پوه كسان كم دي دا يوه ستونزه ده چې د وخت په تېرېدو سره حل كېداى شي، خو په دې وروستيو كې په دې تلويزيون هم د ځينو كړيو لخوا تورونه لګيږي، په هشت صبح ورځپاڼه كې په خپره شوې يوه ليكنه كې دې تلويزيون ته پاكستانى تلويزيون وويل شول، چې په دې وروستيو كې په همدې اړه د خوشال ليكنه په ټول افغان كې لوستلى شئ.

اوس به راشو پښتو راډيوګانو ته د پښتو راډيوګانو حال هم همدا دى چې پښتو دي خو د پښتنو نه دي، څه وخت مخكې په پېښور كې د براق په نوم اف ام راډيو كې د پښتنو پرزنټرانو خپګان چې زيات ترې په يو وار خپه شول او راډيو يې پرېښوده د يادولو وړ پېښه ده، كه څه هم چې دغو پرزنټرانو دغه موضوع په ښكاره روښانه نكړه خوځينو يې وويل چې دلته مونږ حقيقت ويلو ته نه پرېښودل كېدو او ځينې چپه خوله پاتې شول، ما داسې هم واورېدل چې په دې راډيو كې دوى د پښتون او پښتونخوا د نوم له اخستلو منع كړاى شوي ول، په دې ازادو شخصي راډيوګانو كې چې د پښتنو لخوا نه دي رامنځته شوي خو پښتو خپرونې لري، په دې پرزنټرانو د داسې خبرو پابندي لګېدلې چې د دوى ضمير ددې پابندۍ منلو تيار نه دى، دا پابندي د دوى له زغم نه وتلې وه ځكه خو يې راډيو په ګډه پرېښوده، په دې راډيوګانو كې حتى په دې شعر ويلو هم پابندي لګېدلې .

بله ژبه يادول كه لوى كمال دى

خپله ژبه هېرول بې كمالي ده

په پېښور كې د اف ام ډېرې راډيوګانې فعاليت كوي چې ډېرې اورېدل كېدونكې راډيو ګانې يې پكې( براق اف ام، اف ام ون او ون، خيبراف ام او په دې وروستيو كې جوړه شوې اف ام راډيو، دلبر اف ام دي) اف ام ون او ون او خيبر راډيو ګانې د ريډيو پاكستان لخوا خپرونې كوي چې حكومتي راډيوګانې دي او دغه دوه نورې راډيوګانې براق او دلبر بيا ازادې شخصي راډيوګانې ښكاري چې په اردو او پښتو ژبه خپرونې كوي.

په دغې راډيوګانو كې پښتانه پرزنټران رښتيا هم په زړه پورې خپرونې وړاندې كوي، زۀ چې په پېښور كې يم دغه خپرونې اورم او ددې پرزنټرانو له غږونو او نومونو سره اشنا شوى يم، يوه ورځ مې په براق راډيو كې د عديل يوسفزي خپرونه اورېده چې په شروع كېدو او ختمېدو يې حيران شوم، دا پروګرام نوموړي پرزنټر د پښتو، پښتو ادب، د پښتو ادب د سرلارو او دښتو د پينځو ستورو په اړه پيل كړ چې د علامه حبيبي، الفت صيب .....او قلندر مومند نومونه يې ياد كړل او ژر ژر يې په دې اړه مالومات هم وركول، ورسره يې دا هم وويل چې په دې اړه به مونږ ستاسو ټلفونونه واخلو، له دې لږ وروسته يې خپلې خبرې بدلې كړې او ويې ويل كه څه هم چې تاسو به ددې موضوع سره چندان علاقه نه لرئ.... ددې خبرو سره لكه څنګه چې تمه كېده دا پروګرام يوساعت دوام وكړي لس دقيقې يا زيات نه زيات يو پاو يې دوام وكړ ماچې ترڅو راډيو ته بټرۍ بدلولې پروګرام ختم شوى و، زه پوه نه شوم چې د پروګرام د پېلېدو نه وروسته خپله پښېمانه شو كه پښېمانه كړاى شو، چې ددې پروګرام په اړه پوښتنې لاتر اوسه راسره ناځوابه پاتې دي .

كه وګورو لر او بر په ټوله ميډيا زيات واك د پردو تر سترګو كيږي، كه له پېښور نه بېرته كابل ته لاړ شو او د هغې ځاى اف ام راډيوګانو ته نظر وكړو، د هغوى حال له دې نه هم بد دى، په پېښور كې كه دغه راډيوګانې داسې يوه ستونزه لري ورسره يې پروګرامونه او موضوعګانې هم د ستايلو وړ دي، پرزنټر په ډېره ساده او لكه دوه كسه چې سره څنګه خبرې كوي يوه دپام وړ موضوع له خپلو اورېدونكو سره شريكوي چې هر سړى د موضوع په اړه د پام وړ نظر وركوي، چې يو ټولنيز رنګ لري او د ټولنې د عمومي اصلاح لپاره دغه پروګرامونه چليږي او يا هم نور تفريحي او معلوماتي پروګرامونه، خو زمونږ اف ام راډيوګانې ځانګړې ټولنيزه ستراتيژي نه لري، دوى له هرڅه زياتې سندرې ډېرې خپروي، د پروګرام پرزنټر هم په داسې رسمي ژبه خبرې كوي ته به وايې چې خبرونه لولي، كه د يو اورېدونكي سره په ټلفون خبرې كوي، كله چې ټليفون پورته كړي نو ورنه پوښتي : تاسو له كوم ځاى څخه خبرې كوئ، هيله ده خپل ځان راوپېژنئ.

 دا خو به د كابل د راډيوګانو مسلكي مشكل وي خو كه په لنډه يې ووايو په رسنيو كې يې مثبت تاثير د اندېښنې وړ دى.

كه له دې راډيوګانو هم پسې ورتېر شو او نړېوالو راډيوګانو ته تم شو نو په بي بي سي راډيو په دې وروستيو كې راغلې ليكنې او تورونه چې د ټولې وېبپاڼې ترې ډكې دي كتلى شئ (( بي بي سي راډيو د ستميانو په منګولو كې، بي بي سي د ژېړ ژورناليزم په لومو كې )) او نور د پام وړ دي.

دغه نړيوالې راډيوګانې په نورو ژبو هم خپرونې كوي چې، هغوى ته يې هرډول ازادي وركړې ده (( بي بي سي پاكستان، بي بي سي ايران )) خو د همدې ازادو نړېوالو راډيوګانو په پښتو خپرونو كې زياتره وخت له داسې صحنې سره مخ كيږو چې يوې موضوع ته په ورداخلېدلو دې په خوله لاس ايښودل كيږي او دغه موضوع به په يو نه يو ډول د پښتون قوم سره تړلې وي نورې ټولې موضوع ګانې او ټولې خبرې جواز لري خو د پښتو او پښتون نوم اخستل جرم دى، سره له دې چې د پښتون قوم د ستونزو په هوارۍ او د پښتون قوم په ويښولو كې رسنۍ له بل هرڅه زيات رول لوبولى شي، او په رسنيو كې بيا راډيو او تلويزيون ځكه ډېر رول لوبوي چې زياتره افغانان په ليك لوست نه پوهيږي او نشي كولاى شي ورځپاڼې او مجلې ولولي .

د پښتنو په آزادو رسنيو كې يواځې پښتو مجلې او پښتو وېبپاڼې راپاتې كيږي چې مونږ ورته د پښتنو رسنۍ ويلاى شو نور نو په پښتو رسنيو كې په لوړه كچه پښتو رسنيو ته د پښتنو رسنۍ نشي ويلاى او په دې رسنيو كې د پښتنو او پښتون قوم د مسئلو په هوارۍ د خبرو اجازه نشته او نه په دې موخه كارول كيږي، بلكه د ډول ډول سياسي لومو د ايښودلو غږونه پكې پورته كيږي .

د پښتو وېبپاڼو حال هم ځكه چندان ښه نه دى چې زياتره پښتانه انټرنيټ ته لاس رسى نه لري او چې لري يې په هغوى كې بيا زيات پښتانه د پښتو سايټونو پر ځاى انګليسي سايټونه ګوري، او يا هم انټرنيټ د داسې څه لپاره كاروي چې پښتو ته په انټرنيټ كې ګټور نه ثابتيږي، لامل يې په دې اړه نه پوهاوى كېدلاى شي، دغه پښتانه ځوانان په دې هم لا نه دي خبر چې په انټرنټ كې به د پښتو سايټونه وي، د افغانانو انټرنيټ ته د نه لاسرسي يو دليل دا هم كېدلاى شي چې په نړېوالو چټ مسنجر چټرومونو كې تر اوسه لا د افغانستان نوم هم نشته.

ويلاى شو چې سايټونه او مجلې يواځې فرهنګيانو ته ورپاتې دي همدوى يې خپروي هم او دوى يې اخلي هم، ځكه خو زياتره پښتو مجلې چې يو پښتون ليكوال يا كوم فرهنګي د احساس له مخې د زړه په وينو پېل كړې وي، خرڅيږي نه چې نور يې د زړه وينې ور وچې كړي، بيا نو دانش لالا ورسره يوڅه ګوزاره وكړي او ماته بېړۍ يې ورته روانه كړي، خو چې بيا هم ونه شي بس مجله بنده شي، بس همداسې د ورځې درې مجلې مري او پنځه نورې راپيدا كيږي.

كه ورځپاڼو باندې وغږېږو د وحدت ورځپاڼې نه پرته بله د پام وړ پښتو ورځپاڼه نه لرو چې وحدت هم د پاكستان د استخباراتي شبكې اى اس اى سره په يارانې تورن دى، هغوى هم د پښتنو د مسائلو په هوارۍ كې چندان رغنده رول نشي لوبولى، تر دې چې په دومره وخت كې د وحدت ورځپاڼې د معيار په ښه كېدو كې كوم پرمختګ نه ليدل كيږي، هماغه ژبه او هماغه ليكدود چې نه يې اوس لر پښتانه ليكي او كاروي او نه يې بر پښتانه خو د وحدت ورځپاڼې قسم خوړلى چې راباندې بله به يې نه كړې.

دا چې پښتانه څنګه كولاى شي د پښتو رسنيو پرځاى د پښتنو رسنۍ رامنځته كړي او لكه د نورو قومونو يې د خپل ځواك په څېر او په خپله ګټه وكاروي، د پښتنو د ويښېدا او د پښتون قوم د مسئلو په هواري كې ترې خپلواكه ګټه واخلي، پښتانه او په ځانګړي ډول په رسنيو كې په كار بوخت پښتانه بايد په دې اړه غور وكړي.

نصرت الهام