ما به مې ماما خېژوي

لنډه کيسه  :  جلال امرخېل


همدا يو ماما يې و، ډېر ورباندې گران و، د ماما يې هم بله خورزه نه وه او تر ټولو خواشينونکې يې لا دا چې اولاد يې هم نه درلود ځکه يې د خپلې لور غوندې ساتله، لا وړه وه د درې کلونو په عمر به وه چې له خپل ماما سره د ډېرې مينې په خاطر به يې هره ورځ همدا سندره په ماشومه ژبه او سندريز ترمنم سره لوسته:
زه په کپل دان د بل تا لات کله پلېدمه
ما به مې ماما کېدوي په تله دولۍ کې
په اونۍ کې به يې خامخا دوه درې ورځې له ماما سره تېرولې، ځکه چې د ماما کلي ته يې ټوله د پښو 15دقيقې لاره هم نه وه، چې کورته به لاړه نو په دويمه، درېمه ورځ به بيا بېرته را روانه وه خو د ماما د ښځې يې ورسره جوړه نه وه او په سترگو به يې بده لگېده له راتلو سره سم به يې ورته وويل: بنې بيا راغلې؟
بنه به يې په دې خاطر ورته ويلې چې يوه شېپه به هم د ماما له څنگه څخه نه بېلېده او ماما يې هم د خپلې ښځې نه دې ته زياته پاملرنه کوله.
ماما به يې د شپې له ويده کېدو څخه دمخه يو ځل خامخا خپله سندره پرې تکراروله چې د سندرې په اورېدو سره به يې د ټولې ورځې د مزدورۍ دمه ور برابره شوه.
د ماشومتوب په شېبو يې ورو ورو د پېغلتوب انقلاب راروان و، له سندرې نه يې لاس واخيست او نور به نو که چا مړه هم کړه د خپلې پښتني حيا د بقا لپاره به يې سندره پر شونډو نه راوسته خو د زړه د مات رباب په تارونو کې به يې لکه د نيمې شپې د خوږې او دردوونکې ټپې په خېر زمزمه کوله.
يوه شپه يې ماما ډېره وچېړله او په کلکه يې غوښتنه ورنه وکړه چې د ماشومتوب د وخت سندره ورته ووايي که نه نو په ژوند کې به په لومړي ځل ورنه خفه شي، خو له پرلپسې انکار سره مخ شو تر دې چې سر يې په زنگون کېښود او څانگې ته يې داسې وښودله لکه ډېر زيات چې ورڅخه خفه شوى وي، د ماما په خپگان يې هم زړه نه کېده په شرمېدونکي او لړزېدونکي غږ يې سندره پيل کړه:
زه په خپل ځان د بل چا لاس کله پرېږدمه
ما به مې ماما خېژوي.....................
سندره پاى ته ورسېده ماما يې له زنگون څخه سر راجگ کړ او د ټوکې په ډول يې وويل: که داسې نه شي نو بيا؟
د څانگې په دې وخت کې خپلو خبرو ته پام نه شو او ناڅاپه يې ل خولې ووتل: نو زه به مړه شم.
د ماما ښځې يې د ملنډو په ډول ورباندې غږ کړ: اى بې شرمې!
څانگه خپلې خبرې ته متوجه شوه، په ټيټو سترگو له کوټې څخه ووته، ماما يې ورباندې ډېر غږونه وکړل خو بيا تر سبا پورې کوټې ته رانغله.
د همدې شپې په درېمه د څانگې د بخت غوټه خلاصه شوه، د برکلي يوه ښکلي ځلمي ته يې په نوم کړه، په ١٥ مه ورځ يې کوژده وشوه، تر کوژدې يوه مياشت وروسته يې د واده نېټه وټاکل شوه، تر واده پورې بيا د ماما کور ته لاړه نه شوه، ماما به يې کله ناکله پوښتنې ته ورته، هر ځل به چې کور ته ورغى نو د څانگې له چېړلو لپاره به يې د ماشومتوب د سندرې غوښتنه ورنه کوله، څانگه به غوسه کېده او انکار به يې کاوه، يوه ورځ يې ډېر مجبوره کړه نو وعده يې ورسره کېښوده چې د نکريزو په شپه به يې ورته وايي خو له هر چا نه پټه.
مياشت پوره شوه، د څانگې د نکريزو شپه هم راورسېده ماما يې په يوه سترگه د غم اوښکې تويولې او په بله د خوشالۍ، زړه نازړه او زبېښلى رنگ د نکريزو په شپه ناوخته چې ډېر خلک په خواږه خوب ويده شوي و د څانگې خواته ورغى، څانگې چې د ماما د زړه کتاب يې د هغې د سترگو په پاڼو کې لوستى شو نو بې ځنډه يې په غريو نيولي او سوزوونکي غږ په سندره پيل وکړ:
زه په خپل ځان د بل چا لاس کله پرېږدمه
ما به مې ماما خېژوي په ...........
سندره يې تر پايه ونه شوه رسولى په سترگو کې يې اوښکې راغلې او په چيغو چيغو يې وژړل، ماما يې هم ښه زړه سپک کړ تر دې چې ويده خلک ورباندې راويښ شول، ماما يې له کوټې څخه ووت، شپه سبا شوه نن د څانگې په خپل کلي کې اخرنۍ ورځ وه، ماما يې سبايي له وخته خپل کلي ته لاړ چې څانگې ته هغه د سروزرو هار چې د واده لپاره يې د تحفې په ډول ورته جوړ کړى دى راوړي، له هغې خوانه چې راته نو په لاره د کلي له نورو خلکو سره يو ځاى شو چې د همدې واده لپاره را روان ول، لا يې نيمه لاره نه وه وهلې چې له پاسه پرې د سرو اورونو بارن جوړ شو له الوتکو نه پرې گولۍ وورېدې، شور ماشور شو، واده ته روانو خلکو چېغې کړې د شهادت کليمې يې په ځان وويلې، په لږ وخت کې د وينو سېلابونه وبهېدل د بدن اندامونه هرې خواته وشيندل شول، چېرته لاس چېرته پښه چېرته.......
چېغو او زگيرويو ټوله فضا په سر واخيسته تر دې چې د نژدې کلي د واده د نجونو سندرې په ټپه ودرېدې ،غږونه چوپ شول ټولو خلکو د پېښې ځاى ته منډې کړې، لږه موده وروسته د هر بدن اندامونه او ټوټې راټولې شوې، ميندو او خويندو ورباندې مخونه وهل او سرونه شکول، څانگه چې له پېښې څخه خبره شوه نو زړه ته يې ولوېده، چې ماما خو يې هم پورې کلي ته تللى و، د ماما د ښځې پوښتنه يې وکړه، خو هغه لا تر دې دمه ورغلې وه، څانگې ته خبره نوره هم باوري شوه د واده په سره جوړه کې يې د خلکو د شور ماشور پلو ته منډه واخسته، څنگه چې د پېښې ځاى ته ورسېده نو د ماما ښځې يې ورباندې غږ کړ: وه ارمانجنې! ارمان دې ونه وته، څانگې يو ځل خپل ماما ته وکتل بيا يې د سرو زرو هغه هار ته وکتل چې د ماما له جېبه يې راځوړند و، د ماشومتوب سندر يې زړه ورچاوه له خولې څخه يې وينه راغله او پر ماما ورولوېده.
سبا د اته بجو په خبرونو کې د امريکايي ځواکونو سترجنرال بخښنه وغوښته چې د طالبانو په اړه غلط راپور ورکړل شوى و.

 

 

 

 

 

له ښي لوري :  شهزاده شيرين زوی او جلال امرخېل