ايتلاف د ناوې وژلو ته هم دجنګيالي نوم ورکوي

بشارت 
 

د چنګاښ د سهار په شپږ بجو د ايتلافي ځواکونو ړوندو الوتکو د ننګرهار د هسکې مېنې دکڅو دسيمې د کمالي په کلي کې د واده په هغې ورا بمبار وکړ، چې ناوې يې په ډولۍ کې د نغارو په وهلو سره بدرګه کوله .

دغه سيمه د ننګرهار دلرې پرتو سيمو په جمله کې ده، چې لاتراوسه ورته سړک نه دى غځېدلى او خلک يې پلى تګ راتګ کوي .

دايتلاف په دې بمبار کې د ناوې په ګډون تر شلو زيات کسان شهيدان او له لسو ډير ټپيان شوي ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي .

د سيمې زياتره خلک وايي چې لومړى ايتلاف په ورا دوه بمونه واچول ، کله چې نور خلک د مړو او ټپيانو د انتقال په موخه ورغلل ، نو بيا يې پر پاتې خلکو بمبار وکړ او دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه .

اوس سړى حيران پاتې شي د بهرنيو ځواکونو دې کار ته چې دوى په کومه ګناه او ثبوت ددې مظلومو خلکو په هغې خوښۍ، چې دکلونو هيلې يې پورې تړلې وې بمبار وکړ او په لسګونو د واده بې ګناه ګډون کونکي يې په شهادت ورسول .

له دې بمبار څخه لږ وروسته ايتلاف له بشپړو دروغو ډکه يوه اعلاميه خپره کړه او په ډيرې سپين سترګى سره يې په کې ليکلي دي ، چې دوي په ننګرهار کې له شلو زيات وسلوال جنګيالي وژلي دي .

اوس نو سړى دې ډول دروغو ته حيران شي ، چې د واده ورا ته دوى جنګيالي وايي ، نو جنګياليو ته به بيا څه وايي؟

په دې بمبارکې هغه سينګار شوې ناوې ، چې د خوښۍ لپاره يې له مودو راهيسې انتظارکېده هم ووژل شوه او د ناوېتوب جامې يې د بدن په مظلوم وينو سرې شوې .

ايتلافيانو له اوو کلونو راهيسې د بې ګناه افغانانو په وژلو پيل کړى او تل يې په ودونو، د مړي په مراسمو، د قومي مشرانو په غونډو او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په ښوونځيو نه هېرېدونکې بمبارۍ کړې دي او بيا يې د بې ګناه افغانانو وژلو ته د جنګياليو نوم ورکړى دى .

چې ښه بېلګه يې له دې پېښې يوه ورځ مخکې په نورستان کې هم پر يوه کلي بمبار ده ، چې ٢٢ عام وګړي په کې په شهادت ورسېدل او څو تنه نور په کې ټپيان شول .

د نورستان والي او د ولايتي شورا رييس وايي چې عام وګړي دي ، خو ايتلاف اوس هم سر زوري کوي او دغه کسان وسلوال جنګيالي بولي ، چې دا په حقيقت کې د ولس او افغان چارواکيو په سترګو کې خاورې اچول دي .

د نورستان په دې پېښه درې تنه د عامې روغتيايي ډاکټران هم وژل شوي او دې ډاکټرانو ته هم ايتلاف د وسلوالو جنګياليو نوم ورکوي .

افغان حکومت چې له اوو کلونو راهيسې ايتلاف ته پر عامو وګړيو د نه بمبارۍ زارۍ کوي ، بيا پر دا ډول پېښو د ژر پردې اچولو او د عامو خلکو د غږ دخاموش کولو لپاره د پلاوي اوکمېسيون د ټاکلو اعلان کوي ، چې وروسته يې د ښه او بد پايله نه معلوميږي .

 

                                          د ښاغلي ګهيځ ليکنه

        هسکمينه واله مشره!

ګهيځ
  
د هسكې مينې د سختې پېښې په تاثر چې د 1387 د چنګاښ پر 16 مه پېښه شوه او د واده د زلمي او ناوې په ګډون يې ډېر نور هم له ژونده بېغمه كړل.
هسكمېنواله مشره!!
ګهيځ
هلته به اوس ستا په څېرو د ډېرو مخورو او سپين ږيرو مشرانو سترګې له اوښكو ډكې وي، د ځوانانو زړونه به  لكه په موټي كې نيولې مرغۍ تنګ وي، خو نه به يې الوت د خپل وس خبره وي او نه هم په هغه بند موټي كې د څانګو وهل، هلته به لا پېغلې د خپلې يوې همزولې د ارمانونو په سوو او مړو ايرو ژاړي، ټولو ته به يې د نكريزو رنګينه شپه او سره لاسونه سترګو_ سترګو ته كېږي... او هلته به لا د ميندو سترګې د خپلو ګلاليو په وير سرې وي.
په هغو غرنيو او لوړو ژورو سيمو كې به ژوند تر ډېره د وېرې، كركې او بې باورۍ نوم وي، د هيچا لاس به له ژوند سره تړلي كار ته نه ورځي او د خلكو به يو داسې (غږ) ته غوږونه څك وي چې د هغوى د بېروحه او مړې خاموشۍ غرونه راونړوي...
خو دا (غږ) نه شته، مګر د دې غږ تړه تل پخوانيو مشرانو كړې وه، د تړې هغه غږ به له دوه سري ډول سره بدرګه كېده او بيا به چې كله په هغو وېروونكيو تنګيو كې خور شو، نو آزانګۍ به يې تر ډېره په هغو تاوو را تاوو تنګيو كې بندې پاتې وې.
خو چې دا غږ نه و، نو بيا خو كاش د ناوې سره ډولۍ په هغه ځاى کې د كوم تور غره برخه ګرځېدلې واى، كاش تاسې ټول يې تر څنګ د وړو _ وړو غرونو په څېر راټوكېدلي واى او يا هم درباندې هغه چاپېره دنګ غرونه رانړېدلي واى، ځكه چې د ناوې هغه د ټول عمر د ارمانونو سره جوړه خو به باد او لوګيو نه وهله.
وبښه مشره !!
ته ډېر درانه غم ځپلى يې، ما غوښتل غم دې غلط كړم، خو... ته اوس له ځانه نه يې خبر، پر دې هم نه پوهېږې چې كور ته روان يې  او كه هدېرې ته، ستا يواځې د دروزې خولۍ پر سر ده او پګړۍ دې د يو زلمي د جنازې له كټ سره تللې!!!
څادر دې  هم پر ولي نشته، پوهېږم هغه به دې د كومې شهيدې پېغلې پر سوي بدن غوړولى وي، نن به ته ډېر خواشينى يې، ځكه تا ډېر عمر خوړلى، ډېرې نادودې دې ليدلي، مګر له داسې قيامتونو سره به كله نه وې مخ شوى.
مشره! اوس ستاسې شملې هم لكه  د ځينو سپېڅليو علماوو د سپينو پګړيو په څېر په امان كې نه دي، نن يې ستا له سره هغه دنګه شمله داسې را ښكته كړه او سبا دې كېداى شي د هغو قبايلي مشرانو په څېر سر هم ورسره له تنې بېل كړي.
ته به نه يې خبر چې له پولې ها خوا ستا د تربرونو انګړ ته د يوې بلې لوبې سر رارسېدلى، تر اوسه يې له لسګونو قبايلي مشرانو سرونه خوړلي، په ټولو پښتون مېشتو او مسلمان مېشتو سيمو كې پر مذهبي او قومي ارزښتونو پښې اېښودل كېږي، خو نه په مسلمان مېشتو سيمو كې كوم حمزه سر راپورته كړ، نه په پښتون مېشتو كې كومې مور ايمل خان او خوشال خان وزېږول او نه داسې پېغله راپورته شوه چې دې زلميو ته ووايي:
(( جګړه د كلي منځ ته راغله
نامرده! پورته شه چې ملا دې وتړمه))