غزل

ګلا لۍ

اى د سترګو توره ليونيه !
ولې يې بې شوره لېونيه !

 

ته هم زما نې يې لمبه کړى
څنګه سوځې اوره لېونيه !


تورې سترګې تاله يم راغلې
لږ خو راته ګوره لېونيه !


ته مې هسې شونډو ته بانه ګورې
نه درځمه نوره لېونيه !


پرېږده چې ليدو پسې مې مړ شې
نه ووځم له کوره لېونيه