غزل

نصرت الهام

نن مې چې څه زړه غواړي هغه کوم
نن مې د جانان کلي کې شپه کوم
ځان سره لګيايمه جګړه کوم
زه مې له دې خپل تندي ګيله کوم
ستا د خولې توبه مې خولې ته نه راځي
نور له دغې هرڅه نه توبه کوم
مړشوم غم مې کم شو غم مې نشته دى
خاندمه او خپله جنازه کوم
ته الهام د خپل غزل په سُر کې ورک
 زه د خپلو اوښکو تماشه کوم