افغان ادبي بهير خپله اونيزه ادبي تنقيدي غونډه د ١٣٨٦ لمريز هجري کال دغبرګولي په ١٥ مه نېټه چې د٢٠٠٧ ميلادي کال د جون له ١٥ مې نېټې سره سمون خوري د ښاغلي سعدالدين شپون په کوربه توب او د ښاغلي عبدالحى نظيفى په رياست کې ترسره کړه ، چې مشر ميلمه يې طلا محمد اتمانزى و .
غونډه قاري صيب نصير احمد د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل کړه ! ورپسې دګزارش دلوستلو او په هغې دنقد کولو وار و خو دګزارش درک ونه لګېد .
دپرېکړې سره سم ښاغلي عبدالنافع ( همت ) خپل طنز( دقيامت نښانې ) کره کتنې ته وړاندې کړ چې لنډيز يې رانقلوم .
دپوخ عمر يو سړى چې لوى لالا يې بولي ښه دنسوارو ګوډى دى ، په يو زوړد امير پتنوس دوخت په دوکان کې چې په تيرانو يې چرمښکۍ ګرځي او ددوکان هر کوټ دغڼې له جالونو ډک دى ، پلتۍ هلې ده .
خندا خو پر ځاى پرېږده د لوى لالا په مخ کې څوک په لوړ غږ خبرې هم نشي کولاى ، د تسپو نه ټکا اوباسي او تروش تندى يې نيولى دى ، خپل شاګردان څاري ترڅو له ډېر نه ډېر کار ترې واخلي ،کله چې دډوډۍ لپاره کار دروي د لوى لالا يوشاګرد چې دپرمختګ لېواله دى د لوى لالا مخ ته په ډېر ادب کښېني سر يې ځوړند نيولى دى دشهادت په ګوته ځمکه ګروي او له غواړي چې د لوى لالا سره د خپل پرمختګ خبره شريکه کړي په بنده بنده ژبه يې وويل : استاده! زما خو دادى پوره يو کال تېرشو، خو په دې يوه کال کې مې له دوکان جارو کولو او چايو پخولوڅخه پرته بل کارنه دى کړى، ما ويل که اوس نو د ډبرو سوري کولو کار په لاس راکړې، څنګه به وي ؟ د لوى لالا ببرې وروځې راوځړېدې، خپل شاګرد ته يې په زير زير وکتل د نسوارو يوه کپه يې تر ژبې لاندې کړه او په کراره يې خبرې پيل کړې : تاسې خواري څه ليدلې ده؟ که زموږ د وختونو ستړيا وې او وهل ټکول مو ليدلي واى ، نو اوس به مو دا خبره نه واى کړې . زه اووه کلن وم چې پلار مې له استاد سره شاګرد کړم، دوه کاله مې يوازې چاى پخولې او دوکان مې جارو کاوه، بيا مې دوه کاله يوازې پخې خښتې سورۍ کولې چې سوري کول مې زده شي. تر څلور کاله شاګردۍ وروسته نو استاد ماته لږ لږ د ډبرې ګردۍ کولو کار هم په لاس راکاوه، بيا هغه و چې په لس کاله کې مې ټول کار زده کړ .په دې وخت کې يو شاګرد دکوټې تير ته ګوري او يوه سور رنګې چرمښکۍ په ليدلودحيرانۍ اظهار کوي استاد هم ورته متوجه کېږي او ډېر حيرانېږي ، لږ وروسته يوه بله شين رنګې چرمښکۍ راښکاره کېږي او ددې چر مښکۍ ترڅنګ درېږي ټول حيرانېږي او ، ټول په شريکه ډېر ورته خاندي په پاى کې مالومېږي چې دا چرمښکۍ دې ماشومانو رنګ کړې دي چې ترڅو دخپل قهرجن استاد په تندي کې دخوښۍ او خندا نښې وګوري .
ښاغلي نثار وويل : دې ته طنز نه شو ويلى دهمت صيب نوم په طنز پورې تړل شوى نو ځکه اوس دده هرې ليکلې موضوع ته طنز وايو، البته يوښه لنډ کيسه ييز نثر ورته ويلاى شو ، خوښاغلي ښکلي يې بيخي له پيغام درلودلو انکار وکړ .
ښاغلي غضنفر وويل : ځينې تخنيکي نيمګړتياو سربېره لکه (( مايو )) چې په پښتو نثر کې دغه شى هيڅ نشته ، يوڅه ژبنۍ نيمګړتيا وې يې هم لرلې لکه (( څو په دې ډول )) او يوڅه نورې مکالمې چې پخپله دکرکټر په لهجه نه وې جوړې شوې .
استاد شپون ليکنه وستايله او ويې ويل د سپين ږيرو خبره ((سړى خو نه سو ورته ويلى خو ښه شى دى )) دنثار خبره تاييدوم چې دايو طنز نه دى ، زمونږ خلک طنز ته يواځې دټوکو او خندولو ديوې وسيلې په توګه ګوري خو طنز يواځې ټوکو ته نه وايي چې مونږ دې يوڅوک يواځې وخندوو، طنز پخپله ديو دروند پيغام دليږد وسيله ده ، اوبله داچې طنز پخپله يو ژانر ندى بلکه يو سټايل دى چې مونږ يې په هرڅه کې کارولاى شو لکه زه وايم ((کاروان صيب ډېر صميمي وغږېد ما دهغه په خبرو کې طنز ونه ليد )) نو په خبرو کې هم طنز شته او هره ليکنه که هغه په هر يو چوکاټ کې وي مونږ يې دطنز په ګاڼه پسوللى شو .
ښاغلي ښکلي لنډې کيسې ته ورته طنز ورته ووايه چې ښاغلى غضنفر ورسره همغږى نشو او زياته يې کړه : ته طنز له لنډې کيسې سره مه پرتله کوه ځکه لږ مخکې هم داخبره وشوه چې طنز پخپله يو ژانر ندى بلکه سټايل دى لکه موږ وايو ( طنزيه لنډه کيسه ) خو کيسه د ادبي ژانرونو نه يو ژانرضرور دى .
ښاغلي شپون وويل که کيسه ييز طنز وي او که لنډه کيسه زمان ته پکې تغير ورکول لوى خنډونه ايجادوي ، يا خبره دماضي نه راخيستل پکار دي او يا په حال کې کيسه کول او همداسې په حال کې يې پاى ته رسول پکار دي .
ښاغلي غضنفر وويل : په طـــنز ليکلو کې لفظي طـــنز کولو ته هم پام پکار دى لکه موږ وايو (( خزندې خورا ډېرې وې )) او يا (( دخزندو هم کمى نه و ))د ادواړه يو مفهوم افاده کوي خوپه دوهمه جمله کې يو څه د طنز مالګه پرته ده .داخو شو لفظي طـــنز ، يو هغه طنز دى چې يو خندوونکى او پيغام لرونکى کيسه ييز حالت په لفظونو کې راونغاړل شي ، هغه چې ته يې لوستونکو ته لېږدول غواړې ، خو د طنز لمنه دومره تنګول هم ندي پکار کله په دغې چوکاټونو ماتولو کې هم کولاى شي يوښه طنز سړى برابر کړي لکه يوليکوال دوه متضاد صفتونه سره يوځاى کوي سنجيده او طنزيه حالت ، ښاغلي نثار د غضنفر صيب دخبرو په تاييد وويل په دغه نثر کې کيسه ييز چاپيريال ښه تصوير شوى ورسره د کرکټر رواني حالت هم په ښه مهارت پکې تمثيل شوى دى او پوښتنه يې وکړه چې دې ته تاسې کوم طنز وايئ
داچې خوله يې بېرته پاتې ده ويرانه
دغه وايي زه دثور انقلاب يم
شپون صيب وويل ، (( خو که دا طنز وي !)) ټولو وخندل .
په ليکنې نقد پاى ته ورسېد او همت صيب ته بلنه ورکړل شوه چې که دمننې په ترڅنګ څه ويل غواړي ښاغلي همت وويل : دکابل پوهنتون د ژورناليزم دپوهنځي په رسمي کتابونو کې يې طنز د ژورناليستيکو ژانرونو نه يو ژانر ګڼلى دى چې اوس دادى ما واورېدل چې طنز پخپله يو ژانر ندى هغې ته هم بايد يو طنزيه ګزارش ووايو نه چې طنز د يو ژانر په توګه ومنو ، خو مونږ د استادانو نه غواړو چې په دغې موضوګانو لږه ، لږه رڼا واچوي او روښانه يې کړي ، ستاسې به پام وي که څوک نقد ته لنډه کيسه راوړي نثار صيب وايي دا لنډه کيسه نه ده او که څوک طنز راوړي وايي داطنز ندى .
په دې وخت کې يو چا وويل: يوه ورځ مې له نثار صيب نه همدا پوښتنه وکړه ، هغوى وويل داسې ځکه کوم چې يوڅوک ووايي او پوښتنه وکړي چې (( ولې داطنز ندى؟ او ولې دا لنډه کيسه نده ؟ )) زه ددغې (( ولې؟)) پوښتنې دراپورته کولو لپاره دغه کار کوم .
ښاغلي همت زياته کړه : زه ډېر وخت کېږي طنز ليکم يوڅه مالومات هم د طنز په هکله لرم ځينې طنزونه هيڅ پيغام او معنوي ژوروالى نه لري يوازې د خندولو او خولې چينګولو لپاره ليکل کېږي چې زه دا يو ښه طنز نه بولم او نه هم طنز ددې لپاره دى ، زما په فکر طنز د خپل دروند پيغام دښه رسولو يوه ښه وسيله ده .
يو لفظي طنز دى چې هرچېرته او په هر ژانر کې کارول کېږي ، او يو هم ډراماتيک طنز دى چې يوڅوک يو طنزلرونکى او خندوونکى منظرهماغسې روڼ او تصويري وليکي ، چې دغه طنز بيا په ډرامه کې په لفظونو نه بلکه په اکټ څرګندېږي ، په پاى کې همت صيب له ټولو مننه وکړه او ورپسې آزاده مشاعره وشوه چې په يادوشويو ښاغلو سربېره دغې ښاغلو هم پکې ګډون درلود .
قاري نصر احمد ، حبيب عظيمي ، سلطان احمد زى ، وحيد توحيدي ، اجمل شينوارى ، بادشاه ، محمد رفيق تنها ، ميرزمان فرياد ، خالد غيوري ، سلطان مسعود سعادت ، پابنده خان ، قدرت الله ، حسن ځلاند ، عزت الله سليمي ، رسول جان ، اسرار کريمزى ، عطا لله حيران ، عبدالبصير ، قاري نصير احمد، عطاء محمد غيوري ، مصطفى باور ، عبدالرحمن، شفيق الله ، استاد نعيم توحيدي ، نذير احمد نذير ، همت ايوبزى ، شېر ګل ، حاجي سيد عالم ، نياز مير ، طلا محمد ، اشرف وحدت ، نصرت محمد ، ساحل منګل ، منتظر، شرافت شينوارى ، سميع الله پيوند ، جاويد اوربل ، محمد رفيع منګل ، حامد بابر ، رسول خان ، شريف ، عبدالرحمن ، عبدالقادر وطن پال ، امين الله ، رفيع الله ، اعوذباالله هنر دوست ، خطاب ګل ، ذاهد الله ، عبدالوارث ، اميد ، محمد شيرين ، صادق الله ، محمد خان ، محمد قاسم ، رحمن الله ، سيد ابرار ، منصور احمد ،ګل ملا همکار ، ذبيح الله ، عبدالوارث تاند ، محب الله هوتک ، ميرويس اريا ، اعوذوبالله بشر مل ، عظمت غرنى ، فريد احمد ، فرهاد، مزمل هوتک ، محب ، نورالله لېونخيل ، نورګل شفق ، ځاځيوال ، عصمت سلام ، ګل ملا همکار ، رحمت الله ناصري ، حمد الله حسرت ، ايمل شمس ، هجرت الله زهير ، عزيز خان جليلزى ، هدايت الله ساپى ، شهباز ، امين الله تنها ، محمد ګل مجبور، دوست محمد افګار ، سعيد زابلى ، عزت الله ځواب ، اغلې اسلمي ، محب الله زغم ، دل آغا ، بسم الله پښتونمل ، فيضان ، ملا ابراهيم مسيح او زه الهام .