راليږونکی :اختيار
د راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.com
نيټه : 14-07-2008

غزل

هجرت الله اختيار


رڼا ټوله ستا حصه ده سمندره!
دا دې بله مرحله ده سمندره!
زما اوښکې ماسره ستا امانت دي
هره ساه مې ستا څپه ده سمندره!
که وجود مې په ساحل درته ولاړ دى
خو اروا مې تا سره ده سمندره!
ايېنې يې ته په ځان کې راځاى کړى؟
او که ستا وجود اينه ده سمندره؟!
زه چې ځان ته کله ((زه )) په غرور وايم
دا مې تاته اشاره ده سمندره!
زما د هر بې معنا لفظ معنا ته يې
خو بيا ستا معنا (( هغه )) ده سمندره!