محب الرحمن محب
moheb.moheb@gmail.com

 

غزل

په دې  پوهــېږم  چـې خـاطر د  مينتوب   چا   کړی
د چــا د شــوخو شوخو سترګو  مرېييتوب  چا کړی

د  چا د  پــښو  د  ښــکـلولــو   چــل   لا  نـــه پېژني
څـــومره ســرکشــه پــه دې ښار کې زلميتوب چاکړی

د بنګړو شرنګ يې راڼه ستوري خوب ته نه پرېښودل
پوه شوم چې نن شپه دسپوږمۍ په لېچوخوب چاکړی

چـــې د خنـــدا پـــه  هــوســونــو  باندې  خولې  لګوې
تـــه اوخـــدای دارنــګه ســـتــم پـــه پــېغلــتوب چاکړی