هايکو ګانې

ظفر خان ظفر

غل تې په غلا کې جاى نماز يوړو
د کور خاوند ورته وې لمونځ پې کومه
هغه وې زه درته هندو ښکارم څه

چا واپس مېخه سوداګر له يوړه
هغه وې دا خو دې ړنده راکړې
ده وې نو ته پې څه اخبار پړاوى

داسې اتبار، اتبار کې ډېر څه وشول
ما وې رقيب سره خو ډېره ګرځې
خوپام کوه چرته باجه دې نه کي

يو مست بوډا چې مسته وليدله
ويل يې زما هغه غاښونه راوړئ
زه دې جينۍ پسې شپېلى وهمه

جينۍ مې خوښه شوله رايې نه کړه
ورته يو مشر مې جرګه کې واستو
هغه د سور بچي ها ځان له اوکړه

په انټر نيټ يې وې د څوارلسو يم
چې راغله ښځه د شپېتو کلو وه
بيا مې د ځان په ځاى نيکه له وکه
 
چت باندې ناسته وه هلال کميټي
مونږ يې په تمه وو چې مياشت به ګوري
هغوى له پاسه جينکو ته کتل
 
د ميکپونو دې خداى بېخ وباسي
چې بارانه راله لونده خيشته کړه
نو بيا مې خپله ښځه نه پېژنده
 
ما وې پيشو وهم چې ويرېږي
ناوې وې دا خو بې زبانه شى دى
ته ماله ټس راکه چې بوک دې کمه
 
په مخ کې سيټ کې راسره کېناسته
ويل يې دا لاس ر اپورې څله مږې
ما ويل څه کى ګېر به نه بدلومه

د کلي ښځو رانه ستر نه کوو
ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه
چاراته وې ورته سړى نه ښکارې
 
په دروازه کې راته لاس وخوځوو
زه ورنيږدې شوم ما وې څه وې کربان
وې دا ټوکرۍ لږه ډېران ته يوسه
 
پېغله منګي ته په ګودر ټيټه شوه
زلمو کبډي په ميدان پرېښوده
وېل يې اصلي لوبه خو دغلته ده

نن که دښځو حقوق ومنو مونږ
سبا به وى چې بچي تاسې راوړئ
نو بيا به دې ته د چا پلار ټينګېږي

شاعر چې کله په جزبه کې راشي
نو خپل اشنا نه ټول جهان لوګى کي
ته به وى دا جوړې دده د پلار دى