غزل

عبدالله پيکار
راباندې بار دي له دردونو لاندې خوب نه راځي
له تاندو، تاندو پرهرونو لاندې خوب نه راځي

هره شېبه راته د مرګ سيورى په سر ولاړ دى
ما ته تر وږيو خنجرونو لاندې خوب نه راځي

دا د زندان غوندې دنيا او د تيارو غوندې ژوند
د تورو، تورو زنځيرونو لاندې خوب نه راځي

دا چې جوړ کړي يې له سل زره ککرو، نه دي
د بوږنونکو منارونو لاندې خوب نه راځي

اخر انسان يمه دا حق خو د ويلو لرم
چې راته ستا تر قدمونو لاندې خوب نه راځي