راليږونکی :هجرت الله اختيار
د راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.com
نيټه : 20-07-2008

غزل

هجرت الله اختيار

ســتا د عـــشق لــه خــوږو نـــه چې محروم شوم
د هــــېــچا پــــــه ښــه رانــــغلـــمه زقـــــوم شــــوم

عـــشق دې ســـل او زر پـــردې پر مــا خورې کړې
ما نه ځان په کې اوس ورک دى چې زه کوم شوم؟

بــــې لــــه تــــا مـــې ژونــد ارزښــت له لاسه ورکړ
بـــې لـــه تـــا هـــسې يـــو لــفظ بـــې مفـهوم شوم

مـــا چـــې تـــه کلـــه پـــيدا کـــړې نو زه ورک شوم
خداى دې خير کړي چې دا بيا څنګه معلوم شوم؟

اوس مــــې هـــرڅــوک ســـتا په نوم ځان لره بولي
ښـــه شـــوه دا چـــې سـتا له مخه ستا په نوم شوم

مــــا تـــه هـــر څـــه رســـي زمـــا لـــــه اکـــتـــسابــه
هـــســې نـــه ده چـــې ســـتا ظـــلم نـــه مظـلوم شوم