راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@hotmail.com
نيټه : 21-07-2008


غزل

جلال امرخېل

مه راوړه ماته زولنې   ګوره بدنامه به شې
د وخت منصور يم زمانې   ګوره بدنامه به شې

ګلونه مه رالېږه کلی ټول شکمن دی ګرانې
زما او ستا په يارانې   ګوره بدنامه به شې

د پښتو چم دی دوی د پېغلو اوښکې کفر ګڼې
زړه دې قابو کړه پښتنې   ګوره بدنامه به شې

مور ته دې مه وايه چې ما درته بنګړي مات کړي

ور ته کړه جوړې بهانې ګوره بدنامه به شې

زه او دا مخامخ انسان يو ځای کېدل غواړو نور
له منځه اوځه ائېنې ګوره بدنامه به شې