يادونه : اغلې زرغونه رحمتي به کابل کې دښځود ادبي بهير يوه غړې او تکړه شاعره ده، که څه هم چې په دري ژبه خبرې کوي خو له پښتو سره مينه لري او په پښتو ژبه شاعري کوي چې ستاينه يې په مونږ حق دی .

تنده

 

ځنځيرونه

زرغونه رحمتي
د ژوندون هره شېبه ده، لکه اوښکه راروانه
راشه وګوره چې څنګه، زه ژوندۍ يم بې له تانه

اوس زما د زړه له بڼه، پسرلى په تېرېدو دى
ګوره زما د زړه داغونه، نن د مخ په ژېړه پاڼه

د تيارو په ټغر ناسته، د رڼا په تمه ، تمه
د ځوانۍ موسم مې تېر شو، بې خبره له خپل ځانه

لېونۍ غوندې يوازې، زه په شړو کوڅو ګرځم
ستا يادونه ژوندي کېږي ، په نظر له هرې خوانه

نه هېرېږې زما له ياده، د غمونو په تور تم کې
نه د چا په تمه ناسته، چې ډيوه کاندي روښانه

څو د اوښکو ځنځيرونه، زماپه مخ وهي څپېړې
نور به څه وايم چې ولې، داسې ښکارم پرېشانه

که ژوندون راسره مل شي يوه ورځ به درته وايم
اى زما د زړه دښمنه ماته مه وايه جانانه