راليږونکی :دوست محمد (ځونډی)
د راليږونکي پته :dost.sharanwal@yahoo.com
نيټه : 07-07-2008
يادونه: دا زما لومړنی (ازاد شعر) و ، ما ويل راځه دلته به يې کېږدم چې د تندې ياران پکې څۀ وايي . دوست محمد (ځونډی)
راځه! زموږ کېږدۍ ته لاړ شو
نن مو په کلي غوړېدلې د ګلونو شړۍ
بيا مو پۀ چم کې را خوره ده سندريزه وږمه
يو شهزاده سپرلى
چې د نسيم پۀ نيلي سپور راغلی
زموږ د پېغلو او ربلونو ته ډالۍ ورکوي
ما هم نيولې درته ټولې لارې
چې تۀ به بيا لۀ خپلو کډو سره
زموږ د کلي خوا کې
خپله کېږدۍ دروې
او زۀ به بيا ستا طلايي اوربل ته
ګيډۍ د ګلو پۀ ډالۍ کې دروړم
بيا پسرلی لکه قاصد راغلی
او ستا خواږۀ ، خواږۀ يادونه راوړي
هغه د تېرو پسرلو يادونه
زما او ستا د ماشومتوب پسرلی
چې زموږ د کلي صحرايي لمن کې
وه، ستاسې توره کېږدۍ
لکه کعبه ولاړه
او ما به هر مازديګر
ترې طوافونه کول
ما به د مينې کليمې ويلې
خو ګرانې ستا هغه خوږه کليمه
مې لا تر اوسه پورې نه هېرېږي
چې تور پېکي ته دې څنډ ورکړ
او پۀ ورو دې وويل :
(( راځه! زموږ کېږدۍ ته لاړ شو
که سپينه خولۀ خورې که د پو څو کنډکونه ))
١٣٨٦-١-١