ماشومانو ته وخت ورکړئ چې خپل ماشومتوب وکړي
کيدای شي چې تر ټولو جدي او تد ريجي زيان چې په ورورستيو (٢٠) کلونو کې مو ماشومانو ته اړولی، هغه داوي چې له ماشومانونه مو د هغوى ماشومتوب اخيستی وي، دا مو ضوع په څو دلايلو منځته راځي.
١- د خبري رسنيو هجوم ، ويره ، وحشت،غم، دا هغه توکي دي چې خبري رسنۍ يې هره ورځ زموږ کورونو ته راوړي، تلويزيون په وړې ښيښې کولی شي چې زموږ په ژوند کې تر ټولو بد تغيرات راوړي.د بېلګې په ډول.
تاسو کولی شئ چې يو وړو کی ماشوم لکه (٦٠) کلن انسان په شانې تر خپل تاثير لاندې راولئ. د خپلو وړو ماشومانو ذهن په منفي افکارو چې د هغوي راتلونکي ژوند ته هيڅ ګټه نه لري مه ډکوئ.
٢-د ماشومانو لپاره لنډ پروګرامونه. يو شمير ميندې او پلرونه د خپلو ماشومانو ټوله اونۍ، په ځينو تعليمي مرکزونو کې په شاملولو ترې اخلي.
مثلا: د سپورت، موسيقي، ژبې ، په صنفونواو يا هم په نورو تعليمي مرکزونو کې يې داخلوي ،کله چې دا دروند بار د ښوونځي له ته تګ سره يو ځای شي ،نو په ماشومانو باندې ډير فشار راوړي،او د ماشومانو ماشومتوب ته ډير لږ وخت پاتې کيږي.اوسنی نسل د هر کار لپاره لنډ مهال ويش لري،چې تر دې دمه يې وجود نه درلوده.ددې مسلې د حل لپاره يوه اسانه لارمـطرح شوې،تل بايد په ياد وساتو چې ماشومان يواځې يو ډول زده کړې ته اړتيا لري نه ډيرو ته.
٣-ستونزمنې لوبې ، بله بېلګه چې موږ پرې د ماشومانو ذهن بوخت ساتو،بې رحمانه رزمي لوبې دي.ځکه خو ماشومان د ښونځي پر وخت او ان د ماشومتوب له دوران نه د هيجاني، او رقابتي پلان شوې زده کړې چې ډيرې ګرانې هم وي پيل کوي يې.او له هغو ماشومانه او ددوي د خوښې له لوبو نه له سره خبر هم نه وي .ماشومان له (٧) کلنۍ نه د ښو نمبرو د تر لاسه کولو هيله لري،او په ډير تشويش سره هيله کوي چې خپل د خوښې لوبډلې ته لاړشي.
٤-له حد نه ډېره بوختيا، تر هغه ځايه چې بايد موږد خپلو ماشومانولپاره د ښو امکاناتو د برابرولو لپاره وخت مصرف کړو،ډير لږ وخت لروترڅو چې د خپلو ماشومانو په خواکې واوسو، دغه د منډې ژوند موږ د ماشومانو پروړاندې ،عصبي، بدخلقه، او پردي کوي.او د ګناه احساس ددې سبب ګرځي ترڅو خپلو ماشومانو ته د ښو شيانو د لاسته راوړلو لپاره ډير کار وکړوپه دې صورت زموږ لګښت هم څو برابره لوړيږي.
٥- ناامنه محيط،په تېر کې ماشومانو غوښتل چې له خپلو ګاونډيو او سيمه والو سره اړيکې ټينګې کړي.او د پلرونو او ميندو مسوليت دا و ،چې هغوى د محيط پر وړاندې ترڅارنې لاندې ونيسي.خو په اوسنۍ نړۍ کې پکارده چې مور او پلارد خپلو ماشومانو څارنه له هغوانسان تښتوونکو، بد اخلاقو انسانانو نه چې هره ورځ يې خبرونه اورو وساتي.
موږ بايد په خپلو ماشومانو کې د هغوى ماشومتوب را ژوندی کړو، او د هغوى ماشومتوب بېرته ورته راوګرځوو.
ژباړه : ارش ننګيال