غزل
هــم تـياره ده، هــم چوپتيا ده
تــه ويــده يــې او کـه ويــښـه
د بـــــــــڼـــــو آواز دې اورم
څـــه پـــــه ســترګـو کې خبرې
څــه د شــونــډو پــه سر ناڅي
راز دې لولم، راز دې اورم
ماتــه زير شه، ماته غوږ شه
تــاتــه زيــر يــم، تاته غوږيم
ساز مې اوره، ساز دې اورم
ســـتا خــوږې پــستــې خبرې
چــې پــه کـوم انــداز غږېږې ؟
او په کوم انداز دې اورم ؟
مــا الــهــام بــه لېــونى کــړې
حــقــيــقـت دې رانـه پــټ دى
او مـــجاز، مجاز دې اورم