Food Nutrition Eating Health Diet Dieting

 

 

 

 

 

 

خوشال خليل
                    وخت
وخت موږ ته په مختلفو شكلونو ځان راښيي. وخت لكه د پيغلتوب مست موسم كله د ګودرونو او چنارونو تر سيورو لاندې په شرنګا او ټوپوتېريږي . كله د نغري څنګ ته ناسته بوډۍ شي چې خپل تېر وخت بې د خيالونو او سوچونو له نړۍ نه شي ليدلى. كله لكه د مني وچ واښه له ځانګړې نغمې سره غمجن تېريږي. كله لكه د بريښنا يوه څپه زموږ په بدن كې غزوني وكړي او څو شېبي د خوشالۍ احساس راكړي. كله مو لكه ديتيم ژړا په چيغو او قريادونو بدرګه كوي. كله د نوي زيږيدلي ماشوم په څير  زموږ په سترګو كې لكه شين سهار ځليږي. وخت دى چې كله مو دبلا په بڼه په مخه كې ودرېږي اوپه بېوسۍ او مجبورۍ مو ملنډي وهي. همدا وخت دى چې انسان يې له پيدايښته ترننه له ننګونوسره مخامخ كړي چې له امله يې انسان هوښيار شوى، پوه شوى، پوخ شوى او مخ په بره تللى دى.

وخت و چې انسانان په غارونو او ځنګلونو كې اوسيدل چې اوس ورته د ځنګلي انسانانو وخت وايي. ځنګلي انسان به له خپل ملګري نه ښكار تښتاوه او هغه به يې وږى پريښود. خو د دې وخت انسان بيا په داسي كولو نه مړيږي. نننى انسان غواړي هيوادونه لاندي كړي او ولسونه يې وزبيښي.  كه  انسان دا هرڅه د دا فيشني ژوند له پاره كوي چې روحي سكون په كې  نشته  او له نورو سره د لېونيو په شان چلند ته مو اړ باسي، نو .ښايي چې د دغه ژوند او پرمختګ په اړه ځينې پوښتني پيداش، مثلا:

آيا سره زر د دې له پاره دي چې انسان دې ورباندي خپل شخصيت لوړ كړي؟  آيا موټر د دې له پاره جوړ شوي چې دانسانانو ژوند دې واخلي؟ آيا دا لوړي ودانۍ د دې له پاره دي چې خلك دې تري ځانونه راګوزار كړي؟ آيا د سياست  مقصد خصومت دى؟ آيامذهب د دې له پاره دى چې يو انسان دې له بله كركه وكړي؟ او كه دا هرڅه چپه تعبيريږي، نو بايد ومنو چې ځنګلي انسان بې وخته اوبې فكره پرمخ تللى او يوه بله ځنګلي اشا ځنې جوړه شوې ده. په خپله خوښه روان انسان  رښتيني مينه نه پيژني په كمپيوټراوتلويزيون كې خپل ذوق نه شي خړوبولى او وخت ورباندې بياهم بې مقصده اوغمجن تېريږي.

وخت داسي راغلى چې د روپۍ غله ته غل ويل كېږي. خو د ميلونونو اوميليارډونو غله ته تجار وايي. اوسنى وخت د داسي خلكو په لاس كې دى چې بېوسه او محروم انسان يي بې له مبارزي او مجادلې له منګولو نه شي خلاصيدى.

كه داخبري ډېري ساده اوآسانه وي نو بيا ولي ورباندې  ژور فكر نه كوو. زموږ ستونزه دا ده چې په خبرو د پوهيدو هڅه نه كوو او يا مو سپينې تښتيدلې. په نوي تمدن كې اوسيدل او د ارزښتونو له پاره مبارزه  فكر او فلسفه غواړي.