غزل

دا چـــې اروا تـــه مــې نــامــــه نــــه لــرم
پــه خــپــل وجــود مــې عــقــيده نــه لرم

اوس مو بس يو د مرګي ګــام تــر مــنځه
اوس درنــــــه ډېــــــره فــــاصــــله نــه لــرم

# مــهــمــه دا نـــــه ده چــــې ځــان لــرمــه
مــهــمــه دا ده چــــې هــــــغــه نــــه لــــــرم

د سـترګـو سيــند کـې دې ډېـر نه ډوبېږم
د ځــــــــان وژنــــــــــــې اراده نــــــه لــــــــرم

د تـــهمــت داغ مـــې پـر تنــدي لـيدی شم
ضـــمــير مـــې شـــته کــه ائــېنــه نــه لـــرم

زه اوس پـــه يـــو نـــفـــر مـــئېــن نـــه يــمـه
زه اوس لــه هـــر چـــا نـــه کـــيــنــه نــه لرم

دومـــره بـــه ووايـــم چــــې بـــد مــې کـړي
جــــانــــانـــه بـــــلـــه بـــــهـــانـــه نــــه لـــــرم

اوس پــــه غــــزل کـــې ريــاضـــت نـــه کوم
اوس ورتـــه دومـــره حــــوصــــله نـــه لــــرم

 

جلال امرخېل

# بيت مې د ګران او زړه ته نږدې ملګري هجرت الله اختيار د
اوس مهم زه يم هغه مهمه نه ده
نيم بيتۍ ته ليکلی