راليږونکی :yahya.yaqubi
د راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.com
نيټه : 01-07-2008


ژباړن - یحیی یعقوبي
د پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شوی
دویمه برخه
استاد - نجیب الله فهیم

     د نړیوالو اړیکو اړوند د ایډیالیزم او ریالیزم دریځ

د نړیوالو اړیکو په برخه کې له لویه سره دوه عمده مکتبونه د پوهانو د توجه وړ ګرځیدلې :
1- ایډیالزم
2- ریالیزم
چې هر یو یې جلا جلا تر مطالعې لاندې نیسو !

1 - ایډیالیزم : د دغه مکتب لارویان د هیوادونو تر منځ د سولې پلويتوب کوي، جنګ ته په بده سترګه ګوري ، او هغه د ټولنې د ځینو نیمګړو عناصرو زیږنده بولي ، دوی په دې باور دي چې د دغو عناصرو په له منځه وړولو سره د جګړې ټغر راټولیدای شي .
ایډیالستان انسان یو سوله غوښتونکی موجود ګڼي ، چې فطرتا د خیر ښیګڼې لیوال وي ، او کولای هم شي چې د ریښتینو او سپیڅلو سیاسي بنسټونو په پراخولو، د سوله خوښونکو او ولسواکو رهبرانو په ټاکلو او د غوره او مساعد چاپیریال په جوړولو سره خپلې هیلې تر لاسه کړي .
دا ډله خلک په نړیواله صحنه کې د اخلاقي اصولو او نړیوالو حقوقو د موازینو د رعایتولو او د نړیوالو سازمانونو په پیاوړي کولو ټینګار کوي . چې په دې توګه ، په نړیواله کچه د هیوادونو تر منځ د مرستو لړۍ پراخه او بالاخره د سولې فضا غوړیږي .
د ایډیالیزم لارویان د سولې د ټینګیدو په موخه له دولتونو څخه د لاندنیو اصولو منښت او پاملرنه غواړي :
الف - نړیوال حقوق او اخلاق
ب - د نړیوالو ناندریو لپاره د حل سوله ایزې لارې چارې
ج - د نړیوالو سازمانونو او ډله ایز امنیت پراختیا
د - د قدرت د توازن ساتل
ه - د پټو قرار دادونو له منځه وړل
که څه هم ټول ایډیالستان د جګړو د ختمولو پلویان دي ، خو دا چې په نړۍ کی د دغو جګړو عوامل څه دي ؟ هغه پوښتنه ده چې ایډیالستان یې په څلورو لویو برخو ویشلي :

الف - مارکسستان
ب – د نړیوال حکومت غوښتونکي
ج - د عمومي وسلې ټولولو پلویان
د - انټرناسیونالستان
مارکسستان د جنګ پړه پر پانګوالي نظامونو باندې اچوي ، او په دې اند دي چې دې ډول نظامونو کې د پانګوالو تر منځ سیالي سترو جګړو ته لاره هواروي، چې په دې توګه د امپریالستي سیاستونو بازار ګرمېږي . دوی په نړۍ کې د کاپیټالسټي نظامونو پر ځای سوسیالستي نظامونه غوره ګڼي ، چې یوه برابره او له اقتصادي پلوه بې توپیره ټولنه رامنځ ته شي .
د ایډیالیزم د مکتب دویمه ډله چې د نړیوال حکومت پلوي کوي په دې ګروهه دي، چې په نړې کې د جنګونو ستر لامل نشنلزم یا ملت پالنه ده . د دوی په اند د سولې یوازینۍ لار د یو نړیوال حکومت جوړول او د هیوادني سرحدونو له منځه وړل دي . د دوې په ګومان لکه څنګه چې هر ملت د یو هیواد په چوکاټ کې د ځانګړو قوانینو پیروي کوي ،او سوله رامنځ ته کیږي ، همدا رنګه په نړویواله کچه د یو نړیوال حکومت په اډانه کې د نړیوالو قوانینو په پلي کولو سره نړیواله سوله ټینګیدای شي .
دریمه ډله ( په عمومي کچه د وسلې ټولولو غوښتونکي ډله ) د جنګ جګړو عمده لامل وسله گڼي او په دې اند دي چې که دغه وسله له ټولې نړۍ څخه راټوله او د جوړولو مخنیوی یې وشي ، نو ګوندې په نړۍ کې د جنګ ریښې کمزورې او حتا له له منځه لاړې شي .
دوی ادعا کوي چې وسله ایز رقابتونه د هیوادونو اړیکې ترینګلې کوي ، نو که دغه وسله په عمومي توګه له ګردې نړی څخه ټوله شي ، هرومرو د خوابدیو مخه ډپ او دوستانه اړیکې پیاوړې کیږي .
د همدغو ایډیالستانو څلورمه ډله ( انټرناسیونالستان ) چې د دوو نړیوالو جګړو په منځ کې فعاله ډله وه ، بیا له لویه سره د یو داسې پیاوړي نړیوال سازمان غوښتونکي دي چې په نړیواله کچه د سولې راوستلو وړتیا ولري .
دوی وایي چې دغه سازمان باید د بل هر نړیوال سازمان لکه جامعه ملل، ملگرو ملتونو او نورو په پرتله خوار پیاوړی وي ، ځکه د داسې یو سازمان په شتوالي کې د هر راز اختلافاتو او ناندریو مخه په اسانه نیول کیدای شي .

سمه ده چې په پورتنیو ټولو نظریو کې د یو سوله ایز چاپیریال رامنځ ته کولو موخه نغښتې ، اما اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د یو نړیوال حکومت جوړول، د عمومي وسلې ټولولو موضوع او یا نور په نږدې لنډ مهال کې یو ناشونی کار بریښي .
په ټوله کې د ایډیالیزم د مکتب پلویان په دې ګروهه دي چې د نړیوالو سازمانونو په پراختیا او پیاوړتیا ، ځینو قراردادونو، نړیوالو حقوقو ، یو بل ته په درناوي ساتلو او بالاخره د جنګ بندۍ او د امنیت شورا په ایجادولو سره به ، د جګړې او د قدرت لاس ته راوړلو سیاست خپل ځای سولې او ټېکاو ته پرېږدي .

نور بیا