راليږونکی :دوست محمد (ځونډی)
د راليږونکي پته :dost.sharanwal@yahoo.com
نيټه : 29-06-2008
غزل
دوست محمد (ځونډی)
يوه قطره وم رالوېدم دانه ، دانه شوم
ستا پر مخ لکه شبنم دانه ، دانه شوم
د بد رنګو پـــــۀ بازار مې قـــدر نۀ و
يوه رڼه هنداره وم دانه ، دانه شـــوم
ستا پۀ سپينو اننګو مې ځای و نـشو
لکه اوښکه رغړېدم دانه، دانه شوم
د يوې ماتې خولې فرياد وم پورته نشوم
چې له ستونې راوتم دانه، دانه شوم
د پښتو د سندريزې پېغلې هار کې
يو (ځونډی) وم شرنګېدم دانه، دانه شوم
29.06.2008
- نصرت الهام
غزل
په زړه کـې چـې مې هېــڅ نــه شولــو کم يوه شېبه شــېبې کـه څــومــره ډېــرې دي؛ يـو غم يوه شېبه
زمــا پــه تــړمــو اوښکــو کــې دې څـه لټول وايه چـــې تـلې نـو ولــې بېــرتــه شــولــې تـم يوه شېبه
اوس هــم د چـا د سـترگو د ادا تصـوير کې گرځي دا وران زړگــى مې هېڅ نه شولو ســم يوه شــېــبه
اوســېږو مــوږ د ف...
01.07.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :yahya.yaqubiد راليږونکي پته :yahya.yaqubi@yahoo.comنيټه : 01-07-2008
ژباړن - یحیی یعقوبيد پوهنځي د درسي چپټر څخه ژباړل شویدویمه برخه استاد - نجیب الله فهیم
د نړیوالو اړیکو اړوند د ایډیالیزم او ریالیزم دریځ
د نړیوالو اړیکو په برخه کې له لویه سره دوه عمده مکتبونه د پوهانو د توجه وړ ګرځیدلې :1- ایډیالزم2- ریالیزمچې هر یو یې جلا جلا تر مطالعې لاندې نیسو !...