دوه چنده
زه په خپله دېره کې په درانه خوب ويده وم د دوست غږ اوورسره پرله پسې خوځولو دومره ووېرولم چې نېغ کښېناستم، دوست زما د ماشومتوب ملګرى و.
زماله اوترۍ نه دوست خوند واخسته په کټ کټ يې وخندل، زه هم په شونډوکې ورته مسکى شوم .
دوست اوتر اوتر لګيادى: هلکه شابه كميس واغونده چې بازارته ځو.
ماځان داسې ناګار ه واچاوه چې ګينې مابيخي ستاخبره اورېدلې نه ده، كميس مې واغوستې غزونې مې وکړې مخ مې ووينځه او را ووتو.
ددوست تېره خبره مې ورياده کړه: دوسته څنګه دې بازارته دتلو اراده کړې ده
-اشناډېر ضروري کار لرم زرزر راځه چې ناوخته نه شي
-ته ووايه څه کاردې دى
-اوس يې نه درته وايم خوراځه چې چکر درباندې ووهم
-ښه نوچې داسې ده درځه چې ځو
په موټر کې کښېناستو له لږ مزله وروسته بازار ته وسېدو دامخکې اوزه ورپسې چې سيده په يوه هوټل ورننوت، کړايي اوسره کړې غوښه يې راوغوښته اوکښېناست، زه هم کښېناستم په هوټل کې هرچاخوراک کاوه اومخامخ تلويزيون ته يې کتل .
خبرې ته مې خوله جوړوله چې هغه پکې راولوېد:بچونن راسره پيسې پيداشوي دي عيش درباندې کوم عيش څه به يادساتې چې کورته لاړو بياکيسه درته کوم ماهم څه ونه ويل .
پرماهسې هم دهوټلي دشاګرد آوازښه لګيږي هيله به مې وه چې کله به په دې هوټل کې ښه په ډکه خېټه خوراک کوم .
خوراکونه راغلل پېل موپرې وکړ له تلويزيون نه موسترګې نه اړولې ښه موځان موړکړ زه دتلويزيون په ننداره وم چې دوست پاڅېد لږ شېبه وروسته بېرته راغى اوراته ويې ويل ځه چې ځو، زه هم ورسره روان شوم، له هوټله په وتو كې و چې ورته ومې ويل: پيسې خو ورکه کنه .
له لاسه يې راکاږلم :ورکړي مې دي راځه چې ځو، تا خو د تلويزون نه سترګې نه اړولې.
له هغې ځايه سيده دجوسو په دوکان ورسيخ شو ښه قيمته جوس يې راباندې وڅښه بياموپه بازار کې ښه اوږد چکر وواهه خودوست لکه سخي ارسلاخان پيسې بادولې مابه ورته همداويل کم عقله ټولې پيسې په يوه ورځ مه خلاصوه خوهغه به وخندل اوزماخبره به يې هسې بابيزه تېره کړه .
ماښام نيږدې و چې کورته راورسېدو درسېدوسره سم يې جېب ته لاس کړ اويو سور سلګون يې له جېبه راوويست ماته يې ونېو اوزياته يې کړه: دازياتې شوې داواخله
خوما نه اخيسته، له خوږې مسکاسره مې ورته وويل داته څه ملا نصرالدين يې دادې جېب کې واچوه په کاربه دې شي، خودوست راته په خندنۍ لهجه وويل :بچوته چې ويده وې له جامودې ماپنځه سويز ايستلى و څلورسوه لاړې سل واخله .
په ماسترګې تورې شوې اودپلار خبرې راپه يادشوې : دا بيل دى دا واخله اوزر يې تحويل کړه کنه نوبيا دوه چنده کېږي.
ليك : نصرت الهام