غزل

 

ستړې ده او ښه ، بې خوبه شوې ده
غواړي لږ دمه ، بې خوبه شوې ده

خدای ورکړه بانه ، بې خوبه شوې ده
لاړه،  شوه ويده ، بې خوبه شوې ده

ما ورته کلونه شوګير کړی دی
دا په يوه شپه ، بې خوبه شوې ده

سترګې دواړه پټې پټې کيږي پرې
مړه نه شي ډيوه ، بې خوبه شوې ده

اوس به يې اواز شي زرکلن شراب
اوس کوي مزه ، بې خوبه شوې ده

نورې شپې به ما ترې خوب کوی نه شو
دا وارې هغه ، بې خوبه شوې ده

ټوله زمانه دې ده په سترګو کې
ټوله زمانه ، بې خوبه شوې ده

نه جلاله نور ازار يې مه اخله
مه يې زوروه ، بې خوبه شوې ده

جلال امرخېل