ام پي تري فايلونه څنګه په ليكه كړم

 

راليږونکی : باركوال مياخېل

ټليفونشميره: 03327898158

برېښناليکپته: barakwal.myakhel@gmail.com

سرليک: پوښتنه

نېټه: 02.08.2009 20:32

ګرانه نصرت الهامه
سلامونه او لورېينې
ستاسې په ويبلاګ كې مي ستاسې په ږغ كې شعرونه واورېدل، ډېر په زړه پورې و.
ګرانه كه دا لارښوونه راته وكړې چي دا شعرونه دي څنګه بلاګ ته ور پورته كړل، زه هم غواړم په ږغ كې ځينې شعرونه مي ويبلاګ ته پورته كړم.
په درنښت
پښتون ورور دي ..... باركوال مياخېل ... كوټه

 

وروره ستاسې پوښتنې ته كېداى شي داسې ځواب ونه وايم چې ستاسو ستونزه سل په سلو كې هواره كړي خو دومره بايد ووايم چې په څو لارو كولى شې چې يو ام پي تري فايل په بلوګ كې په ليكه كړې.

كېداى شي د ام پي تري د اپلوډ كولو لپاره نور ښايسته او په زړه پوري سايټونه هم وي خو زه د ام پي تري د اپلوډ كولو لپاره دغه سايټ په ګوتو راغلى دى. http://www.houndbite.com په دې سايټ كې لكه د ايميل په څېر خپل ځان ثبت كړئ او له هغې وروسته پكې خپل ام پي تري فايلونه اپلوډ كړئ، كله چې ستاسو فايل اپلوډ شي، نو تاسو كولاى شئ چې د همدې سايټ په پاڼه او پلير كې يې واورئ، ددې تر څنگ په دې سايټ كې تاسو ته دوه لينكونه دركوي، چې يو ته يې URL او بل ته يې Embed: ليكلي وي، كله چې تاسو د خپل وبلوګ اډمين ته ننوځئ او نوې ليكنه انتخاب كړئ، هلته يو لوى اډيټر دى چې فنټونو ته سايز وركوي، رنګونه بدلوي او نور بلاشى اپشنونه لري په دې كې به لكه څنګه چې ته به پوهېږې Insert\edit embedded media اپشن انتخاب كړې، دلته درنه هماغه URL چې ورته ليكلي ستا په اپلوډ كړي فايل كې هغه لينك غواړي او ورسره په پورته ځاى كې درنه د پلير انتخاب غواړي چې د پلير په انتخاب كې د وينډوز ميډيا پلير انتخاب مناسب دى، ځكه چې په ځينو كمپيوټرونو كې به دا نور پليرونه نه وي او بيا هغوى ته ستونزې راولاړوي، كله مو چې لينك ور پيسټ كړ او پلير مو انتخاب كړ بيا نو انزرټ Insert ورته ووايئ له دې وروسته به په هغه ځاى كې چې ليكنه وركوئ وينډوز ميډيا پلير وګورئ چې ستاسو د ام پي تري فايل سره به لينك شوى وي، او په وبلوګ كې به يې له دې وروسته لكه د ليكنې په ليكه كولو غوندې په ليكه كړئ.

خو....................

خو ددې لپاره چې دا يې قانوني لاره ده چې كولاى شئ يو ام پي تري فايل په دې طريقه په ليكه كړئ، ما خپله همداسې وكړل، خو ومې نه شو كولاى چې په وينډوز ميډيا پلير كې د ويبلوګ په مخ خپل ام پي تري فايلونه په ليكه كړم، دا ستونزه كېداى شي زما په بلوګ كې وي، او يا هم كېداى شي په دغه وېبسايټ كې وي چې پورته مې لينك وركړ خو ما چې هرڅومره خواري وكړه ومې نشو كولاى، كېداى شي د كوم بل سايټ چې د ام پي تري فايلونو د اپلوډ كولو لپاره وي تاسو خپل فايل پكې اپلوډ كړئ او د URL لينك نه يې په همدې پورته طريقه كاميابه ګټه واخلئ خو ما چې څومره كوښښ وكړ ومې نشو كولاى چې دغه لينك په كاميابئ وكاروم، لكه مخكې چې مې وويل نه پوهېږم دا ستونزه به زما د بلوګ په اډمين كې وي او كه په پورتنۍ وېبپاڼه كې.

كه ستاسو پام وي په نورو بلوګونو كې د په ليكه شويو ام پي تري فايلونو غوندې زما په بلوګ كې دغه په ليكه شوي ام پي تري فايلونه http://thanda.bloguna.tolafghan.com/posts/8303  چې په دې لينك يې كتلى شئ په وينډوز ميډديا پلير كې نه بلكه د همدغې وېبپاڼې http://www.houndbite.com په خپل ميډيا پلير كې اورېدل كيږي، دا طريقه مې له ډېر كوښښ روسته پيدا كړه چې په لاندې كرښو كې يې لوستلى شئ .

مخكې مې وويل چې په دې وېبپاڼه كې http://www.houndbite.com د ام پي تري فايل له اپلوډ كولو وروسته دوه لنكونه په لاس درځي، يو ته يې URL او بل ته يې Embed ليكلي وي پورتنې لاره يې د URL وه كه چېرته كاميابه شوه خو ښه كنه نو بيا د خپل ام پي تري اپلوډ كولو وېبپاڼه بدله كړئ، چې بله داسې وېبپاڼه ماته نه ده مالومه، او كه كاميابه نشوه نو كولاى شئ چې د همدې پاڼې د دې دويم لينك نه ګټه پورته كړئ چې د همدې وېبپاڼې په خپل ميډيا پلير كې ستاسو په بلوګ كې ستاسو ام پي تري فايلونه درته پلى كړي .

كله چې د خپل بلوګ اډمين ته ورشئ نو په اډيټر كې به Horizontal rule اپشن كليك كړئ دغه اپشن كه څه هم چې د يوې كرښې د ايستلو لپاره دى نه د ام پي تري فايلونو په ليكه كولو لپاره خو ما د همدې اپشن په كارولو سره و كولاى شول چې دغه فايلونه په دې شكل چې تاسې يې په دې لينك كې كتلى شئ په ليكه كړم http://thanda.bloguna.tolafghan.com/posts/8303 . نو كله چې تاسو په اډيټر كې Horizontal rule اپشن كليك كړ دلته د width په نوم همدا يو ځاى شته چې تاسو كولاى شئ  د خپل ام پي تري فايل دويم لينك Embed: پكې پيسټ كړئ، كله موچې دغه لينك دلته پسټ كړ نو Insert به يې كړئ له Insert كولو وروسته به وګورئ چې دوه پليرونه ستاسو د بلوګ د ليكنې په ځاى كې راښكاره شي لاندې نى پلير سره له يوڅو انګليسي ټكو به كليك كړي او ډليټ به يې كړئ يواځې لومړى پلير به پريږدئ او همداسې به خپل ټول ام پي تري فايلونه ځاى پرځاى كړئ په پاى كې به په ( خوندي كول) باندې كليك كړئ او ستاسو فايلونه به په دې شكل ستاسو په بلوګ راڅرګند شي .

يادونه: دا پوښتنه او دا ځواب ځكه په بلوګ كې په ليكه كوم چې، كېداى شي نور د بلوګونو لرونكي هم ترې ګټه پورته كړي، او په تبصرو كې يې ملګري كولاى شي، د ام پي تري او ويډيو فايلونو په ليكه كولو نورې لارې هم وړانديز كړي، ځكه چې دا لاره يې يوه قانوني لاره نه ده، كېداى شي ځينې ملګري د ام پي تري د اپلوډ كولو لپاره د نورو په زړه پورو سايټونو لينكونه وړاندې كړي.

په مينه او درناوي

نصرت الهام