غزل

دا نن څه په زړه وړونکي مناجات په کلي راشي
د چم لیونی ځان کړي منصور ثبات په کلي راشي

تمغه ېې په پټکي کې د یوې دنګې دور د زرو
روان وي چې سر راوړي له منات په کلي راشي

ټیکری به د عایشې (رض) مو د ملالو له سر اخلي
چا وې چې به نو دارنګه حالات په کلي راشي

قیضه ېې لاس کې سوسته سر ځوړند څڼې پرې زانګي
ټټر کې ېې یو څو غشي وي مات په کلي راشي

عجیب شان اتفاق دی چې زه ځمه تر ګودره
هغه ښکلی ماشوم په هغه سات په کلي راشي

بلينده بدرۍ