راليږونکی : نبيله غزل

ټليفونشميره:

برېښناليکپته: nabila.ghazal@yahoo.com

سرليک: غزل

نېټه: 01.08.2009 19:28

غزل

دومره ظلم ، دومره ظلم جار درباندې نه کوم
نه ؛ زه د لمدو زلفو ګوزار درباندې نه کوم

بل تصوير درلېږمه الله ښېرې به نه کوې
نه جانه تر مرګه انتظار درباندې نه کوم

بيا مې که ستا فون کې د جينۍ خبرې واورېدې
خورم دې ،خورم دې ،خورم دې زه بل کار درباندې نه کوم

لا د شاه ځلمو په شونډو پاړ دی لا ګل نه خاندي
زېری به د دې کال د بهار درباندې نه کوم

لنډ جواب به درکړمه چې نه کيږي بس نه کيږي
نور سفر په دې ازغنه لار درباندې نه کوم

تا د غزل خيال کړمه او ته به مې رسوا نه کړې ؟
نه ؛  دې خبرې اعتبار درباندې نه کوم

نبيله غزل پېښور