غزل

تلو ، ما رومال کې ورته غوټه کړې چابکې اوښکې
ورسره وي به که به وخته وي ترې ورکې اوښکې

په ده د کاڼو باران بیا هم مسکي ماته کاته
ځکه مې سترګو کې شوې پاتې هکې پکې اوښکې

زه چې شهیده ستا تصویر له شیشې ګرد پاکوم
شي راروانې په باړخو ستا د ادکې اوښکې

په څیر د غشو چې د چا د زړه نه ونه وځی نو
خاونده دومره هم نو مه کړې د چا سپکې اوښکې

هغه لا پل اخیستی نه و پسې شړ ېې وهل
ما وې چې وي به دا میراتې په زړه کلکې اوښکې


بلينده بدرۍ