غزل

 

دا اغاز پكې اوسيږي دا انجام پكې اوسيږي
توره شپه دلته خوره ده تور ماښام پكې اوسيږي

ته زما د زړه محل كې ته زما د زړه پاچا يې
او ستا زړه لكه جونګړه ستا غلام پكې اوسيږي

د پيالې تږى دې نه يم، ساقي ستا له سترګو ځار شم
يو سورور پكې اوسيږي يو سلام پكې اوسيږي

زمونږ كلى عجيبه دى، دلته تل په سوله جنګ وي
سلامت پكې څوك نشته خو اسلام پكې اوسيږي

دۀ زمونږ كرار لوټلى دا زمونږ په وينو (موړ) دى
چې ماڼۍ يې جوړه كړې او آرام پكې اوسيږي

زما سترګې هسې نه دي، دلته لويه خزانه شته
ستا ګلاب، ګلاب نظر ته احترام پكې اوسيږي

دلته ټول ياران ماران دي، ددې كلي دې خداى مل شي
چې الهام پكې ژوندى دى چې الهام پكې اوسيږي

نصرت الهام