سره کتابچه
- زه خو ډېره پرېشانه يم، نه پوهېږم ولې ښوونکي داسې ناڅاپه د امتحان د اخستلو غږ وکړ؟ د کتاب د ګوتو په شمار پاڼې پاتې دي، دومره کتاب تش کتل هم په دومره لږ وخت کې اسانه کار نه دى، پاتې شوه لا د زده کولو خبر.
خپله د کتابونو بکسه يې لرې وغورځوله او د اوبو د ډيګۍ په لور رهي شوه، له ډېرې غوسې يې پوره دوه ګيلاسه اوبه وڅښلې؛ څانګه په منډه ولاړه او د ډيوې د کتابونو بکسه يې راپورته کړه، ډيوې ته يې مخ کړ او په ډېره کراره يې ورته وويل:
- ډيوې خورې داسې مه کوه! کتابونه داسې څوک په مځکه نه ولي وبال لري
او ورزياته يې کړه:
- ما د کال له پېله خپلو درسونو کې خواري کړې، هيڅ پروا مه کوه زه در سره ټول سوالونه حل کړم؛ زه تاته ډاډ درکوم، چې سبا به ته هېڅ ستونځه و نه لرې؛ خو ته داسې وکه چې د ماسپښين له لمانځه نه وروسته د خپلې مور نه زمونږ کور ته د راتلو اجازه واخله، دواړه به سره په ګډه سبق ووايو او د سبا ورځې امتحان لپاره به تيارى ونيسو.
ډيوه بې اختياره مسکۍ شوه او څانګې ته يې د سبا ورځې وعده ورکړه؛ سبا څانګه په لمانځه ولاړه وه چې دروازه وټکېده، د سلام تر ګرځولو وروسته يې خپل کشر ورور ته وويل، ورشه که زما هم صنفۍ ډيوه وي ورته وايه چې راننوځي، خپله لاړه او د چاى د تيارولو تابيا يې وکړه.
له ښه راغلاست وروسته دواړو د خپلې ژمنې سره سم په درس پيل وکړ، لا يې د کتاب څو پاڼې نه وې لوستې چې وريندار يې چاى راوړ؛ څانګې له وريندارې نه مننه وکړه، ډيوې ته يې مخ کړ او وويل:
- اوس نو درس ويل خوند کوي، درس به وايو او چاى به څښو، څانګې د چايو پيالې ډکولې، چې ناڅابه د ډيوې سترګې په هغې سرې کتابچې ولګېدې، چې د کوټې دېوال ته ولاړې المارۍ کې ولاړه درول شوې وه او داسې پرې ليکل شوي و( د اتم ټولګي د بيولوژۍ کتابچه!)، ډيوه مسکۍ شوه او د څانګې نه يې پوښتنه وکړه.
- دا ستا د اتم ټولګي کتابچه ده ؟
څانګې د چايو پياله د ډيوې مخې ته کېښوده او د کتابچې په لور يې وکتل،په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې، مخ يې د ډيوې په لور واړوه او و يې وويل:
- دا کتابچه زما نه ده دا زما د هغې ځوانيمرګې خورلڼې ده چې دوه کاله د مخه په هغې بمي چاودنه کې چې زمونږ د ښوونځي د دروازې مخې ته شوې وه، ټوټې، ټوټې شوه.
د ټيکري پيڅکه يې سترګو ته د اوښکو د پاکولو لپاره وېوړه او زياته يې کړه چې دا کتابچه يې د برېښنا نه د نوټونو د اخستلو لپاره راوړې وه .
11/02/09
کابل
حامد بابر امين زى