غزل
داچــــې په لــــمبو بـاندې مين يمه
ستاپه شونډوسروباندې مين يمه
ســترگودې اسر راباندې کړى دى
ســـــتانــازونــخروباندې مين يمه
ستا د زېړو زلـــفو څــــه پــروا لرم
خپلوپــــښتــــنوبـــانــدي مين يمه
ته خودمړې گـــېډې پــاړسي واې
زه مې په پښتـــوبـــانـدې مين يمه
ځمه بېـــنوا نــور لــــه دې کـــلي نه
هلـــته نـــنگرهارو باندي مين يمه
10.03.2009
- نصرت الهام
سره کتابچه- زه خو ډېره پرېشانه يم، نه پوهېږم ولې ښوونکي داسې ناڅاپه د امتحان د اخستلو غږ وکړ؟ د کتاب د ګوتو په شمار پاڼې پاتې دي، دومره کتاب تش کتل هم په دومره لږ وخت کې اسانه کار نه دى، پاتې شوه لا د زده کولو خبر. خپله د کتابونو بکسه يې لرې وغورځوله او د اوبو د ډيګۍ په لور رهي شوه، له ډېرې غوسې يې پوره دوه ګيلاسه اوبه وڅښلې؛ څانګه په منډه ولاړه او د ډيوې د کتابون...
10.03.2009
- نصرت الهام
کوم ماشومان چې ريسلنګ ګوري، ډېر غصه ناک او قهر جن وي !ژباړه : الهام نيويارک: د يوې نوې څېړنې له مخې، هغه ماشومان چې په تلويزيون رسلينګ ګوري، د نورو ماشومانو په نسبت ډېر ناراضي، غصه ناک او په هرڅه کې انکار کوونکې رويه لري، چې دغه اثرات کولاى شي ماشومان په ځوانۍ او په روزمره ژوندکې ټولنې ته غير بې تهذيبه او بد اخلاقه ور وپېژندل شي او دغه رويه د دوى په ورځني ژوند کې ستونزې ورته پيدا کړي، د نفسياتي طب ماهرينو د زورزياتي نه په ډکو فلمونو او د وهلو، وژ...