کوم ماشومان چې ريسلنګ ګوري، ډېر غصه ناک او قهر جن وي !
ژباړه : الهام
نيويارک: د يوې نوې څېړنې له مخې، هغه ماشومان چې په تلويزيون رسلينګ ګوري، د نورو ماشومانو په نسبت ډېر ناراضي، غصه ناک او په هرڅه کې انکار کوونکې رويه لري، چې دغه اثرات کولاى شي ماشومان په ځوانۍ او په روزمره ژوندکې ټولنې ته غير بې تهذيبه او بد اخلاقه ور وپېژندل شي او دغه رويه د دوى په ورځني ژوند کې ستونزې ورته پيدا کړي، د نفسياتي طب ماهرينو د زورزياتي  نه په ډکو فلمونو او د وهلو، وژلو والا کمپيوټري لوبو په اغېزو څېړنه کړې ده؛ دې څېړونکو مالومه کړې ده چې ددې منفي اغېزې د نورو اغېزو په پرتله ترټولو زياتې دي.
په دې فلمونو او کمپيوټري لوبو کې بيا هم سړي ته په غير شعوري ډول ذهن ته ورلوېږي چې دا هرڅه دروغ او جوړ شوي دي، خو رسلنګ بيا له هر پلوه ريښتونى ښکاري، چې له امله يې په ذهن کې د زور زياتي او ترهه ګرۍ اثر پاتې کيږي.
په دې څېړنه کې کارپوهانو د ١٦ نه تر ٢٠ کلنو او د ٩ نه تر ١٢ کلنو پورې  ماشومان او ځلميان ازمويلي ديز
 ارواپوهانو د خپلې طبي ارواپوهنيزې څېړنې په مرسته دا هم مالومه کړې ده چې د ښځو رسلنګ په وړو نجونو کې هم دغه اغېزې لرلې دي.
يادونه : په کابل کې چې ډوډۍ نشته خو تلويزيونونه او تلويزيوني خپرونې پرېمانه دي د ماشومانو لپاره هيڅ داسې خپرونه نه لري چې د افغان ماشومانو د ارواپوهنې له مخې او د ماشوم د درک له مخې ورته برابرې شي، په ځينو چينلونو باندې رسلنګ ښودل کيږي چې ډېرى ماشومان ورسره لېونۍ مينه لري او خامخا يې ګوري، د دا ډول ماشومانو مور پلار دې د رسلنګ د کتلو له بدو اغېزو نه نا خبره نه وي پاتې . ژباړن